Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینې: د اروزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ سقوط شوه.

admin by admin
2021/06/07

 د اروزګان د ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادم زی وايي، ګیزاب ولسوالۍ نن سهار په بشپړ ډول د طالبانو له لورې سقوط شوه.

هغه وايي، یاده ولسوالۍ کې د هغو لسګونو سرتېرو برخلیک نه دی مالوم، چې د طالبانو له لورې د یادې ولسوالۍ د ملي اردو په یوه کمپ کې محاصره وو.

هغه زیاتوي، چې د دغه ولایت دوه نورې ولسوالۍ “چوره او چنارتو” کې هم طالبانو پر حکومتي ځواکونو ډله ییز بریدونه پیل کړي او که مرسته ورته ونه رسېږي د دواړو ولسواليو د سقوط ګواښ زیات دی.

خو د اروزګان د والي مطبوعاتي دفتر وايي، ګیزاب ولسوالۍ ته تازه دمې ځواکونه رسېدلي او حکومتي ځواکونو یوازې له ځینو سيمو تاکتیکي شاته تګ کړی دی.

هاخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي چې ګیزاب ولسوالۍ د دایکندي ولایت اړوند ګڼي وايي، یاده ولسوالۍ یې په بشپړ ډول نيولې او هلته بند پاتې سرتېري او ولسوال طالبانو ته تسليم شوي دي.

قاري یوسف احمدي زیاتوي، چې د اروزګان په چوره ولسوالۍ کې یې هم د ملي اردو پر یوه لوی مرکز موټربم برید کړی، یاد مرکز او ۱۵ نورې پوستې یې نيولي دي.

تر دې وړاندې د اروزګان د ولایتي شورا ځینو غړو اندېښنه ښودلې وه، که ګیزاب ولسوالي ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي دغه ولسوالي به په بشپړ ډول سقوط شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist