Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینې: امریکا قطر کې د سولې مذاکرات پیل کړل

admin by admin
2019/12/07

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ نن د قطر په دوحه کې د افغان سولې په تړاو خبرې پيل شوې.

یوې باوري سرچېنې شمشاد ته وویل، په دغو خبرو کې به ټینګار د تاوتریخوالي په کمولو وي څو بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته زمینه مساعده شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او یو شمیر نورو افغان سیاستوالو سره له لیدو وروسته قطر دوحې ته سفر کړی.

له دې سره شمشاد ټلوېزیون ته په قطر کې باوري سرچینو منلې چې د یوې اوونۍ په لړ کې به دوی له امریکایانو سره مخکنۍ مسوده لاسلیک کړي.

د سولې هوکړې پر مسودې له لاسلیک سره به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د کره نیټې د مالومېدو تر څنګ د تاوتریخوالي ګراف راکم او بین الافغاني خبرو ته به هم زمینه برابره شي.

د نړیوال بانک خبرداری

بلخوا نړیوال بانک ویلي، له طالبانو سره هر ډول سیاسي هوکړه به افغانستان کې اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

نړیوال بانک پخپل تازه راپور کې ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه به په نږدې راتلونکې کې پر نړیوالو مرستو د افغانستان تکیه کمه نه کړي.

دغه راز نړیوال بانک په خپل راپور کې اندېښنه ښودلې چې، افغانستان کې نفوس په ډېرېدو دی او سړي سر عاید په کمېدو.

راپور کې راغلي، له هوکړې وروسته به د امنیتي سکټور لګښتونه هم زیات شي، ځکه د دولت مخالف وسله وال به د افغان ځواکونو لیکو کې جذبېږي.

راپور کې له هوکړې وروسته د نورو وسله والو ډلو په موجودیت کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist