Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپرست حکومت: له دې وروسته به د ودونو تالارونو کې وطني مېوه کارول کېږي

سرپرست حکومت: له دې وروسته به د ودونو تالارونو کې وطني مېوه کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

د سرپرست حکومت د تازه پریکړې له مخې، د ودونو او غونډو پرمهال به په تالارونو کې له دې وروسته د واردو شویو مېوو پر ځای، له وطني مېوو څخه ګټه اخیستل کیږي.

چارواکي وايي، دا پرېکړه د اقتصادي پیاوړتیا او د کورنيو محصولاتو او بزګرانو د ملاتړ په موخه شوې ده.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د ودونو هوټلونو، د غونډو تالارونو ته يې خبر ورکړی چې له دې وروسته به د بهرنیو مېوو پر ځای له وطنې مېوو ګټه اخلي.

د ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی خبرداری ورکوي، چې له پرېکړې سرغړوونکو سره به قانوني چلن کېږي.

بارکزی زیاتوي:« د حکومت له پرېکړې سره سم، ټول هوټلونه مکلف دي چې له داخلي مېوو څخه ګټه واخلي، ترڅو له یوې خوا زموږ د کروندګرو بازار ګرم شي او له بلې خوا خلک د خپلو وطني محصولاتو کارونې ته وهڅوو. »

د تازه مېوو یو تن سوداګر وايي: « موږ یو ځل نه تر لسو ځلونو زیات وړاندیز کړی چې باید د ودونو تالارونه، دولتي ادارې او وزارتخانې له وطني مېوو ګټه واخلي. دا یو ښه ګام دی او موږ یې هرکلی کوو.»

د تازه مېوو بزګر هم له دې ګام خوښ دی او وايي: «که له وطني مېوې څخه ګټه واخیستل شي، دا زموږ د بزګرانو لپاره ښه زېری دی، ځکه د کروندګرو وضعیت به ورسره ښه شي. په هېواد د ننه باید هر ځای کې له وطني مېوو څخه ګټه واخیستل شي.»

بله خوا، د ودونو د هوټلونو مالکان که څه هم د سرپرست حکومت له دې پریکړي خوښ دي خو وايي، د وطني مېوو د شتون پرمهال ترې ګټه اخلي، خو د مېوو له موسم وروسته اړ دي چې له بهرنیو مېوو ګټه واخلي.

دوی وايي، سرپرست حکومت دې وطنې مېوو ته سړي خونې جوړې کړي تر څو دوی وکولی شي هر وخت يې تر لاسه کړي.

په کابل کې د ودونو د یوه هوټل مالک محمد وصال قيومي وايي:« دا کار یوازې په هوټلونو نه کېږي، باید دولتي ادارې او دغه راز د افغانستان خلک هم له وطني مېوو ګټه واخلي، ترڅو زموږ اقتصاد وده وکړي.»

سوداګر وايي، د سرپرست حکومت دغه پرېکړه له کروندګرو سره لویه مرسته کوي او لامل کېږي چې نور هم خپلو کارونو ته وهڅېږي.

 دوی زیاتوي، د دې ترڅنګ اړتیا ده چې سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د لویو لارو په خلاصون کې هڅې وکړي، ترڅو وطني حاصلات په اسانۍ سره کاونډیو هېوادونو ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist