Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/11

د جمعې پر ورځ (د مې پر ۹ مه) د چين او روسيې ولسمشرانو په مسکو کې د ليدنې پرمهال د يوه داسې افغانستان په اړه هيله ښودلې چې له نشه ‌يي توکو او ترهګرۍ پاک، باثباته او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې ژوند وکړي.

د دوی دا څرګندونې د سرپرست حکومت له هرکلي سره مخ شوې او مسوولین ډاډ ورکوي چې حکومت د چين او روسيې په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په سيمه کې د ثبات ټینګښت لپاره د مسکو او بېجينګ هڅې مهمې ګڼي او زياتوي سرپرست حکومت هم د ثبات پياوړتيا په برخه کې ورسره همکار دی.

فطرت په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د روسیې او چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښه روابط غواړي. له چین او روسیې سره مو مخکې هم ښې اړیکې لرلې او په راتلونکي کې له دواړو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د ټولو پر ګټه بولو. دا هڅې د سیمې د اقتصاد، سیمه ییز اتصال او ثبات لپاره مهمې بولو. موږ هم ورته دريځ لرو او له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو په رڼا کې د رغنده پرمختګ غوښتونکي یو.»

د سیاسي چارو شنونکي بيا د افغانستان په مساله کې د چين او روسيې د سوله ‌ييز او رغوونکي رول د احيا کېدو غوښتونکي دي او په خبره یې، دا دواړه هېوادونه له نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړيکو په عادي کولو کې بشپړه همکاري کولی شي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « هم افغانستان او هم روسیه او چین باید افغانستان کې د نشه يي توکو له منځه وړلو په تړاو هڅه وکړي او هم د افغانستان د ثبات لپاره هڅې وکړي، ترڅو افغانستان له ثبات برخمن او له نشه يي توکو پاک شي.»

ځینې نور بیا له روسیې او چین سره د افغانستان د اړيکو پراختیا پرمختګ ګڼي، خو ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د اړيکو لا پراخولو لپاره د امريکا په شمول له لوېديځو هېوادونو سره هم د تعامل پراختيا ته مخه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « شرق او غرب بلاک ورسره په دې خېطه کې پرتو مملکتونو ته دا ذهنیت جوړول او باور ورکول چې په افغانستان کې سوله او ثبات د دوی د خیر او ښېګڼې لپاره دی او په هېڅ قېمت باید دې ته لمن ونه وهل شي چې د افغانستان اوسنی حکومت متزلزل کړای شي او دلته امنیت تخریب شي. زما په اند، دا یوه لاسته راوړنه او هغه فکر دی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت رول لوبولی شي.»     

شنونکي د نړيوال رسميت نه ترلاسه کېدل د سرپرست حکومت پر وړاندې عمده مساله ګڼي او له دې وړاندې يې په مکرره توګه له سرپرست حکومت غوښتي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره دې د افغانانو او نړيوالو مشروع غوښتنې ومني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist