Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سره میاشت: له ۳۰ زرو زیاتو سوالګرو ته میاشتني حقوق ورکول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/15

Nor Ul Jihad Herat

هرات اوسېدونکي: هیله لرو د نورالجهاد سبسټېشن په فعالېدو سره د برېښنا ستونزه هواره شي

هرات یو له سترو صنعتي ولایتونو دی او صنعت برېښنا ته اړتیا لري، خو د دې ولایت اوسېدونکي هم د هېواد د نورو سیمو په څېر په ساړه او تاوده موسم کې د برېښنا کمښت له امله ستونزو سره مخ وي. څو ورځې وړاندې د ټاپي پروژې له پیل سره سم په دې ولایت کې د نورالجهاد برېښنا سبسټېشن په فعالیت پيل وکړ او د ظرفیت په لوړېدو سره یې تمه ده چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم دوه برابره شي. د دې ولایت اوسېدونکي اوس د برېښنا کمښت ستونزې هوارېدو ته هیله من شوي دي.

د هرات اوسېدونکی احمد شفیع وايي: « په دې وروستیو کې د هرات ښار کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې وه. اوس چې نور الجهاد سبسټېشن فعال شوی، د برېښنا په تړاو د خلکو ډېرې ستونزې به هوارې کړي او په کاروبار کې به اسانتیاوې راشي.»

د هرات ښار یو تن بل اوسېدونکی وايي: «موږ کولی شو د برېښنا له پلوه پرمختللیو امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړو. همدا اوس په صنعتي ښارګوټي کې ډېرې فابریکې برېښنا ته اړتیا لري.»

بله خوا، د هرات صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم ډاډ ورکوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت په لوړېدو سره به د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا کمښت ستونزه څه نا څه حل او د کورنیو تولیداتو وده به چټکه شي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « د ګازو او برېښنا پروژې په صنعتي برخو کې ډېر زیات رول لري او د کارونو د پرمختګ سبب کېږي.»

همدارنګه، د افغانستان برېښنا ریاست مسوولین هم د پرمختګونو خبره کوي او وایي، هرات کې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت د برېښنا شرکت د ۳.۵ میلیون ډالرو په لګښت، دوه برابره لوړ شوی او اوسمهال یې ظرفیت د ۱۱۰ کیلو وولټ څخه ۲۲۰ کیلوولت ته پورته شوی دی.

د برېښنا ریاست اجرائیوي رییس عبدالباري عمر وايي: «د دغه سبسټېشن په ظرفیت لوړېدو سره به د هغې ۶۰ تر ۷۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا کچه تر ۱۲۰ مېګاواټو لوړه شي چې له ترکمنستان څخه راځي. په دې سره به د هرات د خلکو او صنعتي پارکونو ستونزې تر ډېره هوارې شي.»

د نورالجهاد سبسټېشن د ټاپ پروژې یوه برخه ده چې په راتلونکو کالو کې به فراه، نیمروز، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونه هم د دې پروې له برېښنا څخه برخمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist