Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستره محکمه:  تېر کال د شریعت په رڼا کې  نږدې ۲۰۰ زره قضيې څېړل شوې

ستره محکمه:  تېر کال د شریعت په رڼا کې  نږدې ۲۰۰ زره قضيې څېړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/19

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرامونو په لړ کې دا ځل سترې محکمې د تېر یوه کال فعالیتونه او لاسته راوړنې د رسنيو له لاري له ولس سره شریکې کړې.

د سترې محکمې چارواکې وايي، په تېر یوه کال کې یې  نږدې ۲۰۰ زره قضيې څېړلي او په ټولو کې شرعي احکام پلې شوي دي.

دوی زياتوي، يادو قضيو ته د رسېدنې ترڅنګ يې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د خلکو د اصلاح په موخه یو شمېر مجرمین په درو وهلي، ترڅو د نورو لپاره عبرت شي.

د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي: « اسلامي عدالت د خلکو د اصلاح لپاره الهي قوانین او نبوي هدایاتو تعذیرات مقرر کړي دي. د اسلامي نظام اصلي هدف د خلکو اصلاح، د انفرادي او ټولنیز ژوند سمون، د دنیا او آخرت د فلاح لپاره د شرعي قوانینو وضع او پلي کول دي.»

حقاني اعتراف کوي چې پر درو د مجرمینو وهل د حکومت د پرمختګ لار نه ده، خو زياتوي چې له دې کار  یې يواځېنی هدف د خلکو اصلاح ده.

د سترې محکمې نور چارواکي وايي، د سرپرست حکومت مشرتابه د حکم پر اساس يې په تېرو دوو اخترونو کې له ۲ زرو زيات بندیان له زندانونو آزاد کړي او شاوخوا د ۱ زر او ۹۰۰ کسانو د بند موده يې کمه کړې ده.

د سترې محکمې د جزايي دېوان ریيس مفتي عتيق‌الله دروېش وايي: « د امیرالمؤمنین له حکم سره سم، د کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲ زره ۳۰۴ تنه بندیان له زندانونو خوشې شوي او ۱ زره ۹۲۰ تنو بندیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.»

که څه هم د سترې محکمې له چارواکو وپوښتل شول چې په تېر کال کې پر څو کسانو د اعدام او قصاص حکم پلی شوی او څومره کسانو پر درو وهل شوي، خو د رسنیو دغو پوښتنو ته یې روښانه ځواب ورنه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist