Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: سیمې او نړۍ تېر۲۰ کاله د افغانستان په تخریب کې تېر کړي

ستانکزی: سیمې او نړۍ تېر۲۰ کاله د افغانستان په تخریب کې تېر کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/19

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د کابل جدید پروژې د یوې برخې په پرانست غونډه کې په ټینګار ویلي ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه، آسیايي او نړیوال بانک او نور سازمانونه او بنسټونه چې دوه لسیزې یې د افغانستان په تخریب کې تېر کړي دي، اوس یې دنده ده چې، د افغانستان په بیا ودانولو او جوړولو کې خپله ونډه واخلي.

ستانکزي زیاته کړې:« پر نړیواله ټولنه، اسیاسي بانک، نړیوال بانک، آی.ایم.ایف، ملګرو ملتونو او بلاخره پر غربي نړۍ باندې غږ کوم چې دوی ۲۰ کاله په افغانستان کې تېر کړل، افغانستان یې تخریب کړ، بمبارد دې کړ، له خاورو سره یو دې یو شان کړ، اوس دا د دوی وظیفه ده چې بېرته د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو سربېره له خپلو ګاونډویو هم غوښتنه کړې چې د افغانستان په بیا رغونه کې مثبت ګامونه پورته کړي.

د ستانکزي په خبره که ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې مثبت ګام نه پورته کوي، نو افغانان او د دوی خاوره دې د آرام ساه اېستلو ته پرېږدي.

هغه زیاتوي:« همدارنګه موږ له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هم هېله کوو چې څومره ژر کېدی شي د افغانستان په بیارغونه کې مثبت ګامونه واخلي، په هر شکل او هره اندازه یې چې کوي. له دوی مو همدا هېله ده که مرسته کوئ دا ښه خبره ده، که  یې نه شئ کولی حد اقل افغانان پرېږدئ چې نور د ارام ساه وباسي.»   

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ساتکزي پخوانیو چارواکو او سیاسیونو ته په ټینګار ویلي، چې هېواد ته دې راستانه شي او د اسلامي امارت غېږ  د دوی پر وړاندې خلاصه بللې ده.

د ستانکزي په خبره، دا خلک اوس هېڅوک د افغانستان اسلامي امارت پر ضد نه تمویلي او نه یې ملاتړ کوي، خو ټنیګار یې کړی چې په خپل هېواد کې یې سر او مال خوندي دي او راودې ګرځي.

دغه راز ستانکزي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د هېواد ټولې شته سیاسي، اقتصادي او نورې ستونزې حلوي خو دا کار وخت ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist