Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: د کابل او تهران دوښمن یو دی او په اړه یې باید ګډ دریځ ولرو

ستانکزی: د کابل او تهران دوښمن یو دی او په اړه یې باید ګډ دریځ ولرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د سرپرست حکومت چارواکي پر ایراني لوري غږ کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه همکاري د ګډ دوښمن لپاره مهمه ده.

د بهرنیو چارو سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وایي، د کابل او تهران دوښمن یو دی او په اړه یې باید یو موټی شي.

د هغه په باور، لوېدیځ هېوادونه په افغانستان او ایران کې په وسله واله جګړه نه، بلکې په اقتصادي جګړه کې ښکېل دي.

نوموړي دا څرګندونې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي په یوې ناسته کې کړې.

ستانکزي ویلي: « موږ هیله لرو چې جناب سفیر صاحب ستاسو په موجودیت کې، ستاسو تر ماموریت لاندې او ستاسو د ماموریت په موده کې زموږ اړیکې نه یوازې په اقتصادي برخه بلکې په سیاسي، ښوونه او روزنه او نورو تجارتي مسایلو کې هم زیاتې شي او موږ د داسې ورځې لیدونکي اوسو چې دواړه دوست او ګاونډي هېوادونه دومره سره نږدې شي چې له بهر څخه، په ځانګړې توګه د امریکا او لوېدیځ له خوا تحمیل شوې ستونزې ځواب کړای شو.»

ستانکزي د لوېدیځ پر وړاندې د سیمې د هېوادونو پر یووالي هم ټینګار کړی.

 په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیګدلي بیا په دې ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر روانې سوداګریزې راکړې ورکړې خوښې څرګنده کړې، خو هیله یې ښودلې چې دا راکړه ورکړه لا پراخه شي.

هغهه زیاته کړې « چابهار او د ایران له بندرونو ګټه اخیستل د ایران یو لوی سیاست دی. موږ تمایل لرو چې له افغانستان سره په دې برخه کې لا ډېره همکاري وکړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د افغانستان او ایران د سوداګریزو چارو د لا پراخېدو لپاره اړینه بولي چې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

د دې خونې په باور، د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارېدل کولی شي چې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو چارو هم مثبت اغېز وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « چابهار یوه ډېره ښه موضوع ده او کولی شي افغانستان د خلیج له هېوادونو، اروپا او د هند له نیمه وچې سره وصل کړي.»

په کابل کې د ایران سرپرست سفیر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د لوېدیځ پر وړاندې د یووالي خبرې کوي چې پر دواړو هېوادونو د امریکا په ګډون د لوېدیځې نړۍ له خوا سخت اقتصادي بندیزونه لګېدلي دي.

خو افغان سوداګر بیا په دې باور دي چې دا دواړه هېوادونه هڅه کوي د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره، خپل اقتصادي بحرانونه راکم کړي.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « افغانستان له شپږو هېوادونو سره ګډه پوله لري او هر هغه هېواد چې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او تجارتي برخه کې ښه همکاري وکړي، موږ ورته لبیک وایو. په ځانګړې توګه ایران چې موږ سره ډېر اوږد سرحد لري. له ایران سره زموږ سوادګریزې اړیکې زیاتې شوې او هڅه کوو د دوی له ټرانزیټ ګټه واخلو او ایران ته خپل صادرات زیات کړو. هر هېواد چې له افغاستان سره ښې اقتصادي او تجارتي اړیکې غواړي، دا زموږ د خلکو او هېواد پر ګټه دي او موږ یې هرکلی کوو.»

بل پلو، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې خبرداری ورکړی، که د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ پر راکړې ورکړې محدودیتونه لرې نه شي، نو پاکستاني سوداګر اړ دي خپل کاروبارونه د افغانستان له مارکېټه بل ځای ته انتقال کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist