Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: سیمې او نړۍ تېر۲۰ کاله د افغانستان په تخریب کې تېر کړي

ستانکزی: د سیمې او ګاونډ هېوادونه دې خپل ثبات د افغانستان بې ثباتۍ کې نه لټوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/28

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د ګرځندوی نړيوالې ورځې نمانځغونډې کې د خبرو پرمهال له سيمي او ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې خپل ثبات دې د افغانستان په بې‌ ثباتۍ کې نه لټوي.

په داسې حال کې چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انوارالحق کاکړ د پاکستان اوسنۍ بې‌ثباتۍ پړه پر افغانستان ور اچولې، خو ستانکزی که څه هم ښکاره د کوم هېواد نوم نه اخلي زياتوي، چې ځيني هېوادونه دې خپلې داخلي ستونزې په خپله حل او پر افغانستان پورې دې تړاو نه ورکوي.

ستانکزی زیاتوي: « زموږ هېله او غوښتنه له نړیوالو، له غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه زموږ له سیمې او ګاونډیو هېوادونو دا ده چې د افغانستان په ثبات، ارامۍ او اقتصاد کې مثبت ګامونه واخلي، دا به د ټولو په خېر وي. افغانستان که ارامه وه، زموږ ګاونډ به ارامه وي او که افغانستان کې خدای مه کړه اور بل وه او ستونزې وې؛ نو ګاونډیان به هم ارام نه وي.»

ستانکزی وايي، افغانان ۴۰ کاله د جګړې قرباني شوي او نه غواړي خاوره يې بيا د جنګ جګړو مرکز شي.

په ورته وخت کې ستانکزي يو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه: « هر هېواد ځانته کورنۍ ستونزې لري، چې خپله په همدې هېواد پورې اړه لري او باید دننه په هېواد کې هوارې شی. ۴۰ کاله پر موږ جنګ تحمیل شو، شوروي راغی، ۱۰ کاله یې تېر کړل، وروسته امریکا او د ناټو ځواکونه راغلل، ۲۰ کاله یې په افغانستان کې تېر کړل، هر هېواد چې په خپل کور کې امنیتي او اقتصادي ستونزې لري نو باید هڅه وکړي خپلې ستونزې خپله هوارې کړي.»

دغه راز ستانکزی په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناوړه چلن ته په اشارې وايي، د پاکستان او ايران په شمول دې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه د نړيوالو منل شویو نورمونو په چوکاټ کې د يادو کډوالو حقونه خوندي کړي.

هغه زیاتوي:« په دې وروستیو کې چې زموږ پر ګډوالو په کاونډيو هېوادونو کې کومې ستونزې راځي دا هم د زغملو نه دي. موږ په خپلو ملګرو هېوادونو غږ کوو او په زغرده ورته وایو، چې زموږ له کډوالو سره که په کاونډيو هېوادونو کې دي او که د نړۍ په نورو هېوادونو کې دي، له نړیوالو معیارنو سره سم، چې د کډوالۍ لپاره وضع شوي چلن وکړي، کډوال بې ځایه ونه ځوروي. هغه کډوال چې هلته د استوګنې قانوني اسناد لري له زنداني کولو او بې غزتۍ یې لاس واخلي.»

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ وړمه ورځ په يوه مرکه ويلي، ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې عمليات پلانوي، هغه چې شېرمحمد عباس ستانکزی دا ډول تورونه له واقعيت لرې بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist