Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی:د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي چې د شریعت مطابق  وي

ستانکزی: د بشري مرستو او سیاسي مسایلو پرسر مو له امریکا او اروپایي ټولنې سره مذاکرات کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/23

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، دامریکا اوسنی دریځ اوږدمهالی نه دی او په افغانستان کې امریکا او غرب ګټې لري،چې د ساتلو لپاره یې نه‌غواړي افغانستان له پامه وغورځوي.

ستانکزی زیاتوي:« امریکا نه شي کولی افغانستان په بشپړ ډول له خپله پامه وغورځوي،ځکه افغانستان د منځنۍ آسیا له مهمو هېوادونو دی او د امریکا  په کې خپلې سیاسي، اقتصادي او نورې ګټې خوندي دي.»

پرافغانستان د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو سره سره یو شمېر هېوادونو کابل سره خپلې بشري مرستې او ديپلوماتیکې اړیکېجاري ساتلي او دا ددې ښکاروندی کوي، چې امریکا هڅوي،ترڅو د افغانستان په اړه خپل دریځ نرم کړي. 

روسیې او چین هم له امریکا سره په دې اړه جدي دریځ غوره کړی او له سپینې ماڼۍ یې غوښتي دي، چې بندیزونه د حل لار نه ده.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی له ملګرو ملتونو سره کار کوي،چې افغانستان سره نغدي مرستې وکړي.

د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس وايي،  امریکا په یوازې توګه داهرڅه نه شي کولای. 

پرایس زیاته کړه:« نور هېوادونه، د بېلګې په توګه نژدې هېوادونه، د سیمې هېوادونه یا له سیمې وراخوا شته او باید د افغانانو لپاره ډېر څه وکړي. موږ د ملګرو ملتونو سازمان له بېلا بېلو ادارو سره ګډ کار کوو،چې نه یوازې بشري مرستې،بلکې نغدې پیسې هم افغانستان ته ولېږل شي.» 

له دې سره ملګرو ملتونو ته د اسلامي امارت له لوري پیژندل شوي استازي سهیل شاهین ویلي،د امریکا له لوري پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام د بشرحقونو خوندیتوب نه دی، بلکې دا د ولس لپاره سزا ده.

د شاهین په وینا، د بشر حقونو نړیوال مدافع وکیلان دې دغې موضوع ته  پام وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist