Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: ۹۸ سلنه علما د نجونو زده کړو د پیل پلوي دي

ستانکزی: د افغانستان پر پولو  تجاوز کوونکو ته به سخت ځواب ورکړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د شمال زون په الفتح قول اردو کې پوځي منسوبينو ته په خپله وينا کې وويل، د اسلامي امارت ځواکونه به هغوی ته سخت ځواب ورکړي،چې د افغانستان پر پولو د يرغل نيت ولري.

 

ستانکزی  زیاتوي:«  زموږ سرتېري په سنګرونو او قول اردوګانو کې حاضر دي، که هر څوک زموږ سرحداتو ته په بد نظر او يا هم د يرغل په نظر ګوري،نو همدا سرتېرري به يې سترګې وباسي، شل کاله مو قرباني ورکړه او د دې هېواد د ساتلو لپاره شل کاله نوره هم قربانۍ ته چمتو یو.»

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په افغانستان کې جګړه ختمه شوې وبلله او پر خپلو سياسي مخالفينو يې يو ځل بيا غږ وکړ،چې هېواد ته راشي او  د هېواد  په ابادۍ کې ونډه واخلي.

ستانکزی  وايي:« که موږ غواړو،چې وروسته له دې څوک زموږ پر حريم تجاوز ونه کړي، زموږ د کور دروازې په نيمه شپه کې ماتې نه کړي، زموږ پر فاميل او ادولادونو چاپې ونه وهي او موږ يو سرلوړی ملت واوسو نو په کار ده،چې موږ او تاسې ټول يو بل ته لاسونه سره ورکړو او متحدانه عمل وکړو.»

ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل، اسلامي امارت لا هم امريکا سره د يو لړ مسايلو په تړاو په مذاکراتو بوخت دی؛خو افغانانو ته يې ډاډ ورکړ،چې د ملي ګټو، د جهاد  ارمانونو او اسلامي نظام پر سر به هېڅ ډول معامله ونه شي.

هغه زیاته کړه:« موږ اوس هغوی (امريکايانو) سره په تماس کې يو. هڅه کوو،داسې يوه چاره پيدا کړو،چې نه له خپلو ملي ګټو،د جهاد ارمانونو او شرعي نظام څخه د يو وېښته په اندازه پر شا شو او هم له دنيا سره ښې اړيکې ولرو.»

د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري وايي:« جنګ تخم کري، حاصل او نتيجه يې سياست راټولوي. موږ مجاهدينو جهاد وکړ او په پايله کې ښې پایلې ته ورسېدو.»

په دغه غونډه کې ويناوالو وویل، له څلور لسيزو وروسته افغانستان کې جګړه ختمه شوې او اوس په کار ده،ترڅو افغانان د شته اقتصادي ستونزو د حل لپاره يو بل ته لاسونه ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist