Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: د اسلام اباد روزلې ترهګرې ډلې بېرته پاکستان ته پر ګواښ بدلې شوي

ستانکزی: د اسلام اباد روزلې ترهګرې ډلې بېرته پاکستان ته پر ګواښ بدلې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/15

له  تېرو دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، بریدونو او چاودنو زور اخېستی، چې اسلام اباد یې ادعا پر افغانستان کړې، دا هغه څه دي چې کابل یې په کلکه ردوي او زیاتوي چې دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او افغانانو پورې هېڅ ډول تړاو نه لري.

په ورته مهال د مخکېني حکومت یوه تن چارواکي معصوم ستانکزي چې د افغانستان د سقوط شوي جمهوریت کې  پر بېلا‌بېلو مهمو پوستونو یې دندې تر سره کړي، چې یوه یې هم د هغه مهال د ملي امنیت د ریاست دنده وه وايي، پاکستان اوس په خپله لومه کې راګېر دی.

مصعوم ستانکزي ویلي، هغه سخت دریځې او توند لارې ډلې او ټپلې چې پاکستان روزلي اوس بېرته پاکستان ته په ګواښ بدلې شوې دي.

ستانکزی وايي، دغه ډلې اوس د اسلام اباد له کنټروله وتلي دي او د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد ناسمو سیاستونو سیمه ناامنه کړې.

هغه زیاتوي:« په سیمه کې ناامني د افغانستان پرضد د پاکستان د تېرو لسیزو ناکامه سیاستونه دي چې تندلاري نیابتي ډلې يی روزلي او نن يي خپل هېواد ته ګواښ پېښ کړی. پاکستاني طالبان او نورې جنګي ډلې پاکستان روزلي او اوس يي له کنټروله وتلي دي.»

همدا راز ستانکزی د افغانستان له اوسني حکومت غوښتي چې په سترو هېوادنیو مسایلو کې باید له ولس مشوره واخلي.

کارپوهان هم د پاکستان په تړاو ورته نظر لري.

دوی وايي، د اسلام اباد له لوري د سخت دریځۍ روزنه او په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره ترې ناسمه ګټه اخېستنه هغه څه دي چې اوس یې د پاکستان لمنې ته اور رسېدلی او بیه یې پرې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصراصولي وایي: « د سخت دریځو ډلو روزل، د خپلو اهدافو تعقیبول او په افغانستان، سیمه او تر هنده له سختو دریځو ډلو ناوړه ګټه اخېستل ټول هغه څه وو، چې د پاکستان د پوځ په مقابل کې یې اوس د پاکستان عام خلک هوښیار کړي او ځېنې سخت دریځې ډلې بېرته پر همدوی راګرځېدلي؛ نو د غلطو پالېسیو پایله تل غلطه وي.»

 د سیاسي چارو  شنونکی توریالی ځاځی بیا وايي، پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې یې د افغانانو ترمنځ نفاق او جګړو ته لمن وهلې، اوس هم نه غواړي چې افغانستان دې ثبات ولري او افغانان دې د ارام ساه واخلي.

د ځاځي په خبره، پکار ده چې افغان لوری د خپلې ځواکمنې او پر ملي ګټو ولاړې دیپلوماسۍ پر بنسټ د دغه هېواد پر وړاندې دریځ ولري.

هغه زیاتوي: « ۴۵ کاله یې په دې وطن کې جګړې ته لمن ووهله او اوس هم نه غواړي دا وطن ارامه پرېږدي. نور باید د دغو ټولو بشري جنایتکاره هېوادونو چې په دا ۴۵ کلونو کې یې زموږ پر هېواد ناروا ظلمونه کړي؛ مخه ونیسو، خپلې ډيپلوماتیکي اړیکې وساتو او دوی ته دا حق ور نه کړو چې زموږ په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي.»

په ټوله کې غوښتنه دا ده چې پاکستان ته پکار دي نه یوازې د افغانستان پر وړاندې، بلکې د ټولو ګاونډیو او سیمې پر وړاندې په خپلو سیاستونو او پالېسیو کې ژور بدلون راولي او هغه ستراتیژۍ د تل لپاره هېرې کړي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې تعقیب کړې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist