Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: پاکستان له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کوي

ستانکزی: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون په اړه ادعاوې بې اساسه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د سیمې او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د یوه نندارتون پرانستغونډې ته د وینا پرمهال زیاته کړه، هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي او په خبره یې د تېر پرتله په افغانستان کې هر ډول ترهګرې ډلې له منځه وړل شوې دي.

هغه په دې اړه وايي:« موږ هېچاته د فعالیت اجازه نه ورکوو. په تېرو درېیو کالو کې هغه ترهګرې ډلې له منځه یوړل شوې چې د امریکايي ځواکونو په شتون کې یې فعالیت درلود. څه موده وړاندې یوه ډله ونیول شوه چې مرکزونه یې له افغانستان څخه د باندې وو. هېچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي. بالمثل تعامل غواړو او اجازه نه ورکوو چې څوک زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

په ورته مهال، ستانکزی دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته په اشارې سره وایي، په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان ناسم چلن د نړيوالو قوانینو خلاف او له زغم وتلی عمل دی.

هغه زیاته کړه:« په ایران او پاکستان کې زموږ یو شمېر کډوال او مهاجران له ناوړه سلوک سره مخامخ دي. موږ هیله لرو ګاونډیان دغو کډوالو سره ښه چلن او حوصله وکړي، ترڅو خپل هېواد ته یې د بېرته راتګ زمینه برابره شي. په ګاونډیو هېوادونو کې له مهاجرینو سره روان تشدد سیاسي بڼه لري او د زغم وړ نه دی.»

‌د سیاسي چارو يو شمېر شنونکي د افغانستان په اړه د ځينو هېوادونو دريځ ثابت نه بولي او وايي، دغه هېوادونه خپلو ګټو ته په کتو له حالاتو سره سم د دريځ په بدلولو سره پر سرپرست حکومت تورونه پورې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « د نړۍ او ګاونډ یو شمېر هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان په خپل سیاست کې ثبات نه لري. دوی د خپلو سیاسي موخو لپاره په هر ډول جنایت لاس پورې کوي. زه د ستانکزي خبرې تاییدوم او پر ولس غږ کوم چې د نړۍ او ګاونډ هېوادونو ته اجازه ورنه کړي ترڅو په افغانستان د تروریزم تور پورې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ګډې سیمه ‌ییزې همکارۍ مهمې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist