Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی:د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي چې د شریعت مطابق  وي

ستانکزی:د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي چې د شریعت مطابق  وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/12

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي،یوازینۍ د بیان ازادي په اسلام کې ده.

ستانکزي د حضرت عمر فاروق د خلافت دورې د یو مثال په وړاندې کولو سره ويلي،چې په مسجد نبوي کې یو اعرابي حضرت عمر ته وايي اې عمره! که سم روان نه شوې،نو د تورې په څوکه به دې سم کړم. 

د ستانکزي په خبره په دې زمانه کې هېڅ څوک د دې اجازه نه لري،چې اوسنیو اوامرو ته داسې سپینه خبره وکړي.

عباس ستانکزی وايي،د دوی مشران هم د شلمې او یوویشتمې پیړۍ خلک دي،نه پیغمبران دي او نه هم صاحبه چې تېروتنې دې ترې نه کیږي.

که څه هم اسلامي امارت د ولسمشر پر ځای رئیس الوزرا او له دې هم پورته زعیم لري،خو عباس ستانکزی وايي،ټول مشران که هغه والیان،امینه قوماندانان، وزیران او یا هم ولسمشر دی تېروتنه ترې کیږي، ناسمې مشورې ورکول کیږي،خو هر مسلمان دنده لري،چې خپل مشرانو او امیر ته د هغه شریعت خلاف کار ورته په ګوته کړي.

هغه زیاته کړې:«یوه ښځه پورته کیږي،حضرت عمر ته وايي،کوم حق چې الله پاک ماته راکړی دی،عمره! ته څوک یې؟چې رانه اخلې یې.داسې نه دي،چې اومرا ټول مکمل دي، وحیه نوره نه راځي،دا پیغمبران نه دي،دا صحابه کرام نه دي،چې د رسول الله له مدرسې فارغ شوي وي، دا د شلمې او یوویشتمې پیړۍ خلک دي،هرڅوک چې حاکمان دي، که والیان دي امنیه قوماندانان دي،که وزیران دي،که رئیس جمهور دی، تېروتنې کوي، یو څوک یې غلط پوه کړي،غلط نظر ورته ورکړي، دا د هر مسلمان وظیفه ده،چې خپل امر ته ووايي،چې دا کار دې دلته خلاف د شریعت دی،دا کار دې خلاف وکړ.» 

ستانکزی وایې،د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي،چې د شریعت مطابق وي او هغه چې یې د شریعت خلاف دي،عمل پرې واجب نه دی.

هغه زیاتوي:« رسوالله (ص) څو صحابه په یو سفر لیږي او یو نفر ورته قوماندان کوي،هغه هلته د شپې اور بلوي او نور ملګرو ته وايي، اور ته ځان واچوئ او صحابه اجتناب کوي او اور ته ځان نه اچوي او کله چې بېرته راځي  رسول الله (ص) ته وايي، دغسې کار وشو او موږ د دې سړي امر ونه مانه په داسې شرایطو کې رسول الله ورته وویل،چې ښه شوه،چې دا کار مو نه دی کړی،که نه ترقیامته به اور کې سوځېدلئ له دې مطلب دادی،چې هغه اوامر واجب دي،چې  د شریعت مطابق وي،که د شریعت خلاف وي بیا یې وجوب نشته دی.» 

ستانکزی ټینګار کوي،چې حکومتولي او د نظام مخته وړل په افراط او تفریط نه کیږي او په خبره یې د افغان ولس هیلې اسلامي امارت پورې تړلې دي او اوسنی نظام مسوولیت لري چې د ولس غوښتنې ومني او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. 

ستانکزي زیاته کړه:« زه تل دا خبر کوم،چې حکومت او حکومتداري پر افراط او تفرط باندې نه کېږي او د دې ملت د امید سترګې موږ ته دي .دا ملت به موږ له خاورو راپورته کوو او موږ به یې پر پښو دروو.» 

د بهرنیو چارو و زارت سیاسي مرستیال دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې د نجونو لوړو زده‌کړو او په غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز وضع شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د عباس ستانکزي خبرې د افغانستان ملت خبرې دي،هغه غواړي،چې د افغانستان اسلامي نظام او ملت ترمنځ واټن رانه شي. عباس ستانکزی د افغانستان ملي منافعو او اسلامي نظام مدافع دی.» 

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ډېر امکان شته دی،چې د ستانکزي وینا د طالبانو یو شمیر مشرانو له غبرګون سره مخامخ شي،خو حقیقت دادی،چې دا انفرادي خبرې نه د ولس او نه د هېواد پر ګټه دي. دوی باید لومړی خپلو کې سره تفاهم ته ورسیږي او وروسته خپله پریکړه ولس ته ورسوي.» 

له دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل له فرض حکم سرغړونه بللې وه،چې هغه مهال یې په اسلامي امارت کې دننه غبرګونونه هم راپورته کړل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist