Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزي سرپرست حکومت کې د ننه د اختلافاتو شتون په اړه اوازې رد کړې

ستانکزي سرپرست حکومت کې د ننه د اختلافاتو شتون په اړه اوازې رد کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په سرپرست حکومت کې دننه د اختلافاتو شتون په اړه آوازې ردوي او دا د هغو کړیو منفي تبلیغات یې بولي چې دا مهال له سرپرست حکومت سره په مخالفو جهتونو کې ولاړ دي.

شېر محمد عباس ستانکزی که څه هم د چا نوم نه يادوي، خو زياتوي چې يادې کړۍ هڅه کوي څو د خپلو تبلیغاتو له لارې وښيي چې په سرپرست حکومت کې دننه پر لوړه کچه اختلافات موجود دي.

د ستانکزي په خبره، په اوسني سرپرست حکومت کې ټولې پرېکړې د اکثریت له لوري کېږي او هېڅ ډول اختلافات په کې ځای نه لري.

هغه په دې اړه وايي: « تقریبا ً له یوې اوونۍ  راپدېخوا، تاسو به مطبوعات اورېدلي وي، مختلف مطبوعات په دې باندې بحث کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو منځ کې اختلافات موجود دي او مختلف نومونه ورکوي، مختلف شکلونه ورکوي او په مختلفو نومونو باندې یې یادوي، دلایل یې یوه خوا بله خوا ورته راټولوي چې دلته دوه دری طبقې دي، څوک په یوه لاره روان دي څوک په بله لاره روان دي، څوک په بله. زه نن له دې دریځ دا اعلان کوم چې زه د دې اسلامي امارت له ابتدايي ملګرو نه یم، زموږ په اسلامي امارت کې هېڅ نوع اختلاف نه شته.»

ستانکزی دغه راز وايي، ځینې کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ اختلاف نظر د ودښمنۍ په مانا واخلي.

د ستانکزي په خبره، په سرپرست حکومت کې دننه ټول اختلاف نظر د پرمختګ لپاره دی او ټول هڅه کوي چې د خپل نظر له مخې د هېواد پرمختګ او بیارغونې لپاره یو څه وکړي.

ستانکزی زیاتوي: « هو! اختلاف د نظر به وي په هرځای کې په هره جامعه کې، په هر وزارت کې، په هر ریاست کې، په هر کور کې، تاسو به لیدلي وي په هر کور کې د پلار او د زوی ترمنځ هم د نظر توپیر وي، د مور او د زوی او د مېړه د نظریاتو هم یو له بله توپېر لري. دا  اختلاف نظر دا لامل د  پرمختګ او تعالي د یوه هېواد ګرځي، ځکه هرڅوک کوشش کوي چې په کوم شکل باندې چې دی یې لازم بولي یا دی پرې پوهېږي، د هېواد پرمختګ غواړي چې په دې رقم باندې وي. اختلاف په چوکۍ، اختلاف په امتیازاتو او اختلاف په نورو مسایلو کې نه شته.»

نوموړي همدارنګه د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د هغو جهتونو پر وړاندې چمتوو او وېښ واوسي چې په خبره يې دامهال یې پر ضد تبليغات کوي.

ستانکزی څرګندوي: « زموږ دوښمن اوس هم په کمین کې ناست دی. د افغانستان په اقتصاد کې، د افغانستان په سیاست کې، د افغانستان په داخلي چارو کې، د افغانستان په امنیت کې، په هر شي کې کوشش کوي چې اخلال او یو مشکل جوړ کړي. نو په دې بنا باندې هر فرد د دې ملت ته، نه یوازې حکومت ته بلکې هر افغان ته دا اړینه ده چې د خپل ملت چې نوی په خپلو پښو ولاړ دی او یو نوی نظام منځته راغلی، دا له هر نوع دغو مشکلاتو او چلنجونه چې د دې په مخکې دي، له دې وژغوري.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین همدارنګه زياته کړه، سرپرست حکومت هڅه کوي چې په هېواد کې ټولې پرېکړې د شریعت او افغاني فرهنګ پر بنسټ وکړي.

ستانکزی د نظام د ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخول اړین بللي و او زیاتوي چې نړۍ د یوه کلي په څېر ده او له اړیکو او سوداګرۍ پرته په کې ژوند نه شي کېدی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist