Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زین العابدین عابد: کابل ښار کې له ۴ زرو ډېر دود تولیدونکي موټر درول شوي

زین العابدین عابد: کابل ښار کې له ۴ زرو ډېر دود تولیدونکي موټر درول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/03

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیانمن شوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، د نړۍ پرمختللي اقتصاد لرونکي هېوادونه د اقلیمي بدلون لامل شوي او د افغانستان په ګډون یې ګڼ شمېر وروسته پاتې هېوادونه زیانمن کړي او باید د دغو زیانونو غرامت ورکړل شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال زین ‌العابدین عابد وايي: « د پرمختللیو هېوادونو له خوا د مېتان غاز او کاربن ډای اوکسایډ تولید له امله نا پرمختللي هېوادونه متضرر شوي او باید له دوی غرامت واخیستل شي. باید هغو هېوادونو ته غرامت ورکړل شي چې متضرر دي.»

په همدې حال کې عابد وايي، د ژمي په موسم کې د ډبرو سکرو، ټایرونو، پلاسټیک او ربړونو سوځول هغه څه دي چې په کابل ښار کې یې هوا ککړه کړې ده.

عابد زیاتوي، ځینې نقلیه وسایط هم د هوا ککړتیا لامل شوي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې له ۴ زرو او ۲۰۰ زیات هغه موټر درول شوي چې په ښار کې د لوګي د تولید لامل و.

هغه په دې اړه وايي: « د ژمي په موسم کې د فوسیلي سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، لرګیو، پلاسټیک، ټایرونو او ربړونو سوځول هغه څه دي چې په مستقیم ډول د هوا د ککړتیا سبب ګرځېدلي دي. د هغو دود تولیدوونکو موټرو د کنټرول لپاره چې د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې یو ستر لامل بلل کېږي، یوازې تېرو درېیو میاشتو کې ۴ زره ۲۱۱ موټر د ماشینونو د خرابوالي له امله درول شوي دي.»

په ورته وخت کې ډاکټران بیا ککړه هوا د خلکو د ژوند لپاره ګواښ ګڼي او زیاتوي، د ککړې هوا له امله انسانانو ته د سږو، زړه، شکرې او تنفسي ناروغۍ رامنځ ته کېږي.

ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « ککړه هوا د رېزش او زکام سبب کېږي. زکام د نورو ناروغیو مور بلل کېږي. له زکام وروسته په ماشومانو، حساسو لویانو او عمر خوړولو کسانو کې سینه بغل او سالنډی پيدا کېږي. ککړه هوا په اوږدمهال کې د شکرې ناورغۍ سبب هم کېږي او کله چې یوه کس ته د شکرې ناروغي پیدا شي، هغه د زړه په ناروغیو هم اخته کېدای شي.»

خو له بلې خوا، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د هوا د ککړتیا وضیعت ښه دی او په دې برخه کې لاهم هڅې روانې دي.

زین‌العابدین عابد زیاتوي: « د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تخنیکي ارقام ښيي چې په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د تېر کال په پرتله د هوا د ککړتیا وضعیت ښه دی او په دې برخه کې زموږ هڅې لا دوام لري.»

د چاپېریال ساتنې ملي اداره دغه راز وايي، د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یې پنځه کلن پلان چمتو کړی چې په کې د هوا د کیفیت څارنه او کنټرول، د ښاري چاپېریال ساتنه، په ښارونو کې د شنو سیمو پراخول، د ښاري فاضلابو مدیریت، د کابل د شنه کمربند پروژې بشپړول، د ښاري ټرانسپورټ د سیسټم تنظیمول، له ښاري سیمو د خښتو پخولو بټیو لرې کول، د بې کیفیته نفتي توکو د واردولو مخنیوی او ورته نور مهم مسایل شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist