Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زهرا بلوچ: افغان چارواکي دې د غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د وسله‌والو پر وړاندې اقدامات وکړي

زهرا بلوچ: افغان چارواکي دې د غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د وسله‌والو پر وړاندې اقدامات وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/11

د تېرې مارچ میاشتې په ۲۶مه د خيبرپښتونخوا په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجنیرانو تر وژل کېدو او په کې د افغانستان د ښکېلتیا په تړاو د پاکستان د پوځ له ادعاوو وروسته، د افغانستان ملي دفاع وزارت پاکستان د داعش پر ملاتړ تورن کړ.

له دې یو ورځ وروسته اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د افغانستان ملي دفاع وزارت ته په ځواب کې دغه څرګندونې غیرمسوولانه بللي او له افغان لوري يې غوښتي، چې د ورته څرګندونو پر ځای دې د وسله والو پر وړاندې اقدامات ترسره کړي.

بلوچ وايي: « د دې غیر مسوولانه خپرپاڼو پر ځای د افغانستان چارواکي باید د ټولو هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې اغېزناک اقدامات ترسره کړي، چې په افغانستان کې دي.»

زهرا بلوچ دغه راز یو ځل بیا له افغان لوري غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې داغاړه د ټي.ټي.پي وسله‌والې ډلې پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو افغان لوري هر ځل د ډیورند فرضي کرښې دا غاړه د ټي.ټي.پي او هرې بلې وسله‌والې ډلې د حضوراو له دې ځایه په پاکستان کې د پوځي اهدافو په نښه کولو په تړاو تورونه بې بنسټه، د پاکستان د امنیتي ځواکونو ناکامي او له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه بللې.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « هلته د دوی د اتباعو موخه ګرځول د دوی د امنیتي ځواکونو کمزوري ښي او یا هم په دا ډول پېښو کې دوی خپله لاس لري چې په دواړو حالتونو کې مسوولیت خپله پاکستان ته ورګرځي. موږ داسې پېښو کې افغانستان ته د پړې ګوته نیول بې بنسټه بولو او دا له حقیقته د توجه اړولو ناکامه هڅه ګڼو او په کلکه یې ردوو.»

د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي د وسله والو ډلو له حضوره د ځان په ګټه او د نورو هېوادونو په تېره بیا د افغانستان پر وړاندې د دې ډلو د استفادې تاریخي مخینې ته په کتو په دې باور دي، چې دغه هېواد دا ځل هم ورته خصمانه لوبه روانه کړې.

د دوی په اند پاکستان تل کمزوری افغانستان د ځان پر ګټه ګڼلی او خپل ستراتیژیک عمق او اهدافو ته د رسېدا لنډه لاره یې په افغانستان کې د جګړو او ناکراریو په پراخولو کې لیدلې.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « که په افغانستان کې پاکستان، چین، هندوستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو د ورانکارانو تاریخچې ته وګورو او یا د ترهګرو او بنسټپالو تاریخچه را وسپړو؛ نو د دې ټولو ډلو او ټپلو زېږنتون او روزنتون او د وسلو او پيسو د ترلاسه کولو سرچینې په پاکستان کې وې. که په افغانستان کې یوه ډله له منځه تللې او یا له مرکزي حکومت سره په جنګ کې یوه ډله ناکامه شوې؛ نو بله ډله یې زېږولې ده او خپلو خصمانه او دوښمنانه موخو ته چې د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره لري؛ ادامه ورکړې ده.»

بل پلو یو شمېر نور بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې تاویلې ماویلې او لفظي جګړې د سیاسي اړیکو د پراختیا پروړاندې جدي خنډ‌ ګڼي چې په خبره یې کولی شي خبره د ډېپلوماټیکو اړیکو تر پرېکونه ورسوي.

دوی وايي، دواړه لوري باید یاد اختلافات او ګډې اندېښنې له تورونو او ادعاوو ورهاخوا د رسمي چینلونو له لارې له یو بل سره مطرح او ورته معقولې حل لارې ولټوي.

د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: « زما په نظر دا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترمنځ د شته ستونزو په مانا ده چې تراوسه پاکستان او طالبان دې ته نه دي چمتو شوي او یا نه دي بریالي شوي چې د دې ستونزو له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي او له بلې خوا فکر کوم چې په پاکستان کې داعش جوړونه دوام لري.»     

پاکستان داسې مهال د داعش د ملاتړ او په دې هېواد کې دننه د روزنځایونو د کره شواهدو خلاف په دې تړاو د افغان حکومت ادعاووې ردوي، چې همدا وړمه ورځ المرصاد ویب پاڼې د داعش ډلې د هغو دوو پاکستاني اتباعو ویډیويي کليپ خپور کړ، چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او په خپل اعتراف کې يې منلې چې په پاکستان کې تر پوځي روزنې وروسته یې غوښتل په افغانستان کې په  بریدونو لاس پورې کړي.

 یادو کسانو دغه راز په خپلو اعترافاتو کې داعش د پاکستان پروژه بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist