Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

زلمی خلیلزاد د بګرام هوايي اډې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم برداشت بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/23

د بګرام نظامي اډې په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله پسې څرګندونو وروسته، د يادې اډې په اړه بحثونو د کورنيو او ځينو لوېديځو رسنو د سر ټکي ګرځېدلي.

وال ‌سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې څو ورځې وړاندې د امريکا د حکومتي سرچينو په حواله وویل، په دې اړه د افغانستان او امريکايي چارواکو ترمنځ مذاکرات هم پيل شوي چې د امريکا له لوري يې مشري افغانستان ته تېره اوونۍ د زلمي خليلزاد په ملتيا راغلی اډم بولر کوي.

خو تازه خليلزاد په رسنيو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم برداشت ګڼي او وايي، امريکا اوس مهال دا هوډ نه لري چې د بګرام نظامي اډه ترلاسه کړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: « په راتلونکي کې د امريکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنيتي همکارۍ په اړه ډېر غلط او ناسم معلومات خپاره شوي، په ځانګړي ډول د بګرام هوايي اډې د احتمالي ګډو ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره د کارولو په اړه. زما د برداشت له مخې، د امريکا متحد ايالات نه غواړي بګرام له افغانانو واخلي او يا يې ځان سره ونښلوي.»

نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ د ډونالډ ټرمپ له هغه ګواښ وروسته کړې چې که د بګرام اډه بېرته امريکا ته ور نه کړل شي، ښايي ناوړه څه پېښ شي.

د افغانستان اوسني حکومت هم په دې اړه غبرګون کې د افغانستان خپلواکي مهمه ياده کړې وه او له امريکا يې غوښتې وو چې په چارو کې دې يې مداخله نه کوي او د دوحې کړیو ژمنو ته دې پابند پاتې شي.

شنونکي هم د حکومت د دريځ ننګه کوي او له امريکا غواړي چې د يوه خپلواک هېواد په توګه دې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان ولس او حکومت د خپلې خاورې په یوه اینچ او سانتي متر هم له چا سره معامله نه کوي. که دا کار یې کولی، نو دا څو لسیزې جګړې یې ولې کولې.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « د بګرام په اړه د ټرمپ له خبرو وروسته د زلمي خلیلزاد څرګندونې سیاسي موج سواري ده. افغانستان اقتصادي محوريتوب او د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول نړۍ ته پيغام وړاندې کړی. که امریکایان له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، نو اقتصادي همکارۍ یا د استخباراتي معلوماتو تبادله دې ولري.»

امریکا بګرام اډه له کلونو جګړو او ویجاړۍ وروسته بېرته ورغوله چې حدود یې نږدې ۳۰ مایلو ته رسېږي. د امریکا ولسمشران جورج بوش، بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ د خپلو واکمنیو پرمهال بګرام هوايي اډې ته هم راغلي وو.

اوس پوښتنه داده چې ولې امریکا لېوالتیا لري چې د بګرام هوایي اډه ونیسي؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « امریکا بګرام هوايي اډه د ستراتیژیک موقعیت له امله مهمه ګڼي، خو په دې اړه د افغانانو دريځ روښانه دی، هغه دا چې د بهرني ځواک شتون د منلو وړ نه دي. هر ډول همکاري باید د ملي حاکمیت او متقابل درناوي په چوکاټ کې ترسره شي.»

د بګرام نظامي اډې په اړه د بحثونو په جريان کې د دفاع وزارت لوی درستیز د يادې اډې پر سر له امريکا سره هر ډول احتمالي معامله رد کړې او ډاډ يې ورکړی چې ځواکونه يې د افغانستان د دفاع وړتيا لري او له همدې کبله په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو حضور ته اړتيا نه شته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist