Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زلمی خلیلزاد افغانستان کې سولې راتلو ته هیله مند دی

admin by admin
2020/06/02

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړي چې د سولې مذاکراتو په پایله کې به افغانستان کې سوله تامین شي.

د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، زلمي خلیلزاد ویلي دي: ((مونږ په یو ښه ځای کې قرار لرو، د سختیو او ستونزو سره سره بیا هم مونږ د بین الافغاني خبرو د پیل په لوري روان یو.))

خلیلزاد د اختر درې ورځني اوربند په تړاو ویلي، اوربند بین الافغاني مذاکراتو  ته لاره هواره کړي ده او له اوربند را په دېخوا په تاوتریخوالی کې هم کموالی راغلی دی.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د اوربند په پایله کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شوې او افغان حکومت شاوخوا ۲۵۰۰ او طالبانو بیا لږترلږه ۴۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د اعتراض په ډول ویلي چې امریکایي ځواکونه افغانستان کې د پولیسو رول لوبوي او باید بیرته خپل هېواد ته راستنه کړل شي.

ټرمپ ویلي و: ((مونږ خپل سرتیري وباسو، خو وضعیت له نژدې څارو او که چیرې اړتیا شوه، د تندر په څیر به بیرته ور وګرځو.))

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو يو راپور کې راغلې چې د القاعده ځينې مشران لا هم افغانستان کې حضور لري او طالبانو بیا له دوی سره نژدي اړیکې ساتلې دي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي دي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په سر کې له القاعده سره ناستې کړي او پر عملیاتي‌ پلانونو،‌ تمریناتو او په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د پناه ورکولو په تړاو یې خبرې کړي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې ادعا او دغه راز د خلیلزاد څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist