Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

زده کړیالانې: اسلامي امارت دې ژر د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/05

په کابل کې  د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۳ مه» له یوه خصوصي ښوونیز مرکزه د عربي ژبې ۱۳۰ تنه فارغ  شویو فراغت غونډه جوړه شوه،چې لسګونه یې نجونې وې. 

فارغې شوې نجونې وايي،خوشاله دي،چې تعلیمي ادارو ته پر تګ يې بنديزونه ختم شوي، خو په خبره يې له اسلامي امارته  غواړي،چې  د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي دې ژر پرانېستل شي. 

یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« له ا.ا هېله لرم،څو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. ا.ا کوم څه چې غواړي،هغه د اسلامي حجاب مراعت کول دي او له خویندو غواړم،څو د حجاب په رعایت کولو سره خپلو موخو ته ځان ورسوي. ما له ا.ا اورېدلي،چې پسرلي کې به د نجونو ښوونځي هم پرانېستل شي او د دې لپاره ډېره خوښه یمه.» 

یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« زه هڅه کوم. موږ ته عربي ژبه ډېره مهمه ده. انشاء الله هڅه کوم،چې یوه ښه ښوونکې شمه، ترڅو وکولای شمه،چې خپلو خلکو ته عربي ژبه ور زده کړم. دا زما هېله ده.»  

يو شمېر نورې فارغې شوې نجونې او هلکان بيا وايي، له عربي ژبې په زده کړې به کوشش وکړي، پښتو ژبې ته په بېلا بېلو  برخو کې ګټور کتابونه وژباړي. 

یوه فارغ شوې نجلۍ وايي:« انشاء الله هڅه کوم،چې عربي ژبه په ښه توګه زده کړم. غواړم، په دې برخه کې خلکو ته چوپړ وکړم.» 

د عربي ژبې د ښوونيز مرکز مدير وايي،هڅه کوي،د نورو ژبو د زده کړې لپاره هم زمینه برابره کړي، چې  نوی نسل د هېواد پرمختګ لپاره پر بهرنیو ژبو اګاه کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist