Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

د زابل امنیه قومندانۍ اړوند د نظامي وسايطود  ترمیم ورکشاپ ته د دولایت له مرکز او ولسوالیو څخه هره ورځ نظامي وسایط راوړل کېږي.

د زابل امنیه قومندانۍ مسولین وايي، د اسلامي امارت له بیا ځل راتګ وروسته په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۳۷۰۰ نظامي وسایط چې د تېرو جګړو او تخنیکي ستونزو له امله له کاره لوېدلي وو، اوس بېرته فعال شوي او د امنیتي ځواکونو په واک کې ورکړل شوي دي.

د زابل امنیه قومندانۍ ویاند قاري ذبیح الله جوهر وايي: « د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند د تأمیناتو معاونیت او لوجسټیک مدیریت په هڅو، د اسلامي امارت له بیا راتګ څخه تر اوسه پورې بېلابېل نظامي وسایط ترمیم شوي. موږ تر اوسه ۳ زره ۷۰۰ عرادې وسایط ترمیم کړي چې په کې رنجر، انټرنېشنل، هاموې او نورو موټر ترمیم شوي دي.»

د مسوولینو په خبره، خراب شوي نظامي وسایط له ترمیم وروسته د امینت د ټینګښت او د پوځي ماموریتونو ترسره کولو لپاره د زابل مرکز او ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.

د زابل امنیه قومندانۍ ویاند په دې اړه وايي: « د دې وسایطو په ترمیم سره به زموږ د امنیتي شرطې لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او دوی به وکولی شي خپلو چارو ته په وخت رسیدګي وکړي او څنګ یې د پښو ځای ته ځان ورسوي.»

په دې ترمیم ځای کې لسګونه تخینکي کارکوونکي هم په کار بوخت دي. دلته د نظامي وسایطو د ترمیم ټول پړاوونه ترسره کېږي او تخنیکي کارکوونکي د پرمختلليو وسایلو له لارې د نظامي وسایطو د ترمیم چارې مخته وړي.

د ورکشاپ تخنیکي کارکوونکی حکمت الله وايي: « موږ دلته د هر هغو وسایطو په ترمیم بوخت یو چې دلته په قوماندانۍ کې شته دي. په دې کې رنجر، هاموې، انټرنېشنل، یورس موټر او موټرسایکلان شامل دي. موږ دلته پوره امکانات او تکړه مستریان لرو او اړتیا نه شته چې څوک د ترمیم لپاره بازار ته لاړ شي.»

د ورکشاپ تخنیکي کارکوونکی صدیق الله وايي: « زموږ د ورکشاپ پرسونل اسلامي امارت ته اطمینان ورکوي چې هر ډول وسایط وي، دلته یې پرزې راغلي دي او موږ یې ترمیمولی شو.»

مسوولین دغه راز وایي، د کورنیو چارو وزارت د اړینو پرزو په برابرولو سره د ورکشاپ د اړتیاوو یوه برخه پوره کړې او اوس مهال لسګونه نور نظامي وسایط هم تر ترمیم لاندې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي
افغانستان

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې
افغانستان

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول
افغانستان

له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

اگست 25, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن: پاکستان د امریکا په غوښتنه افغانستان سره خپلې تګلارې بدلې کړې

اگست 25, 2026
رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته
افغانستان

رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

اگست 25, 2026
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي
افغانستان

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

اگست 25, 2026

وروستي خبرونه

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

اگست 25, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist