د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې د سوداګرو په هڅو جوړ شوی نندارتون پرانستل شو. د جوړوونکو د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې ۳۰ غرفې اېښودل شوې چې په کې وچې او تازه مېوې، بېلابېل کرنیز محصولات، تولید شوي توکي او د مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د زابل سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د نندارتون موخه د زابلي تولیداتو او لاسي صنایعو بازار موندنه، خلکو او سوداګرو ته د سیمهییزو محصولاتو ورپېژندنه او د کورنیو او بهرنیو پېرېدونکو پام اړونه ده.
د مسوولانو په خبره، په دې نندارتون کې یو شمېر بهرنیو سوداګرو هم د افغاني وچو مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور په موخه ګډون کړی و.
د زابل سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد هاشم مرغه وال وايي: « موږ به له هغه شرکت سره یو بل تړون هم ولرو چې بیا به په زابل او ځانګړې توګه کلات ښار کې د همدومره ټنونو په اندازه نوره سودا هم وکړي. همدارنګه دلته د ترکیې او چین په ګډون نړیوال شرکتونه هم شته. هیلې ډېرې دي چې موږ به د دې نندارتون له لارې خپل اجناس په بهرنیو شرکتونو باندې خرڅ کړو.»
یو شمېر زابلي سوداګر هم د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو جوړېدل د خپلو تولیداتو د معرفي کولو او بازار موندنې لپاره مهم بولي.
سوداګر نعمت الله وايي: « له اسلامي امارت مو دا غوښتنه ده چې له بهرنیو هېوادونو سره د تجارت پر بنیاد روابط جوړ کړي، له دې سره به کار مخکې لاړ شي شاته به نه راځي. دا نندارتون د دې لپاره جوړ شوی چې زموږ مېوې نړیوال بازار پیدا کړي، بهرني سوداګر دلته او زموږ هلته لاړ شي او د وېزو ترتیب ورته جوړ شي.»
سوداګر سردار محمد وايي: « دا ډېر ښه کار وشو او دا ډول نندارتونونه باید راتلونکي کې هم ولرو. زه فکر کوم دا به ښه پایله ولري او زموږ محصولات به ورسره بازار پيدا کړي.»
سوداګر علي محمد وايي: « موږ غواړو زموږ د تازه انځرو لپاره سړې خونې جوړې شي. همدارنګه موږ کشته لرو، ځیره ده او نورې تازه مېوې دي چې باید له خرابېدو وساتل شي.»
د مسوولینو په وینا، د دې ډول نندارتونونو جوړېدل او د بهرنیو سوداګرو ګډون به د زابل د وچو مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره بهرني بازارونه پیدا او د صادراتو زمینه به پراخه کړي.