Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زابل کې د ادا موسسې له لورې وکسیناتورانو ته موټر سایکلونه ورکړل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د زابل ولایت د  عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، لسګونه عرادې صفر کیلو متر هونډا موټر سایکلونه د ادا موسسې له لورې د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې هغو واکسیناتورانو ته په واک کې ورکړل شول، چې لري پرتو سيمو ته به یې د امکاناتو د نه موجودیت له امله واکسینونه نه شوای رسولای.

د یاد ریاست مشر مولوي ګل محمد احمد وايي،د دغو موټر سایکلونو پر مټ به د پولیو واکسیناتوران وکولای شي،چې لري پرتو سيمو کې تر هر کوره د پولیو واکسین ورسوي.

هغه وايي،لري سيمو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو د امکاناتو غوښتنه یې څه موده وړاندې د ادا موسسې له مسوولینو کړې وه.

احمد زیاته کړه:«خوشبختانه په دې اړه ادا موسسې زموږ غوښتنه ومنله. په دې سره به اوس هغه ستونزه حل شي،چې لري سيمو ته به زموږ د نه رسېدنې له ګڼ ماشومان له  واکسینونو پاتې ول.»

په همدې حال کې د ادا موسسې د روغتیايي برخې مسوول ډاکټر صالح محمد وايي،دغه ګام یې د عامې روغتیا ریاست په غوښتنه پورته کړی،چې له  مخې به  یې هغو سيمو ته هم واکسین ورسېږي،چې وړاندې به د نه امکاناتو له امله د واکسین له کمپاینونو پاتې ول.

صالح محمد زیاته کړه:« موږ دغه ګام وروسته له هغې پورته کړ،چې کله د عامې روغتیا مسوولینو  په دې برخه کې له موږ د مرستې غوښتنه وکړه. موږ هېله لرو،چې له یادو  موټرسایکلونو به د ستونزې د حل په برخه کې  ښه ګټه  واخېستل شي.» 

اخوا یو شمېر  هغه واکسیناتوران،چې یاد موټر سایکلونه  یې تر لاسه کړي،خوښ دي او وايي، په دې سره به یې لري سيمو ته  د واکسین د نه رسېدو ستونزې حل شي.

یو واکسیناتور وايي:« موږ ډېر خوښ یو،په دې سره به زموږ چارې چټکې شي. موږ به له دې موټر سایکلونو د ښې ګټې اخېستنې په موخه ښه ساتنه وکړو.»

زابل کې د ادا موسسې په هڅو او مالي لګښتونو لسګونو واکسیناتورانو ته پر داسې مهال لري پرتو سيمو ته د واکسین رسولو په موخه موټر سایکلونه ورکول کېږي،چې دغې موسسې تر  دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او نورو امکاناتو مرستې کړي وې.

 

 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist