Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رییس ‌الوزرا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج د کابل او اسلام‌اباد د اړيکو پر زيان بللی

رییس ‌الوزرا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج د کابل او اسلام‌اباد د اړيکو پر زيان بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

وروسته له هغې چې له پاکستان او خيبرپښتونخوا د افغانانو د ايستلو خبره جدي شوه، په ارګ کې د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند پر مشرۍ ځانګړې ناسته شوې.

په دې ناسته کې چې د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په کې برخه لرله، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج د ټولو اسلامي، انساني او نړیوالو اصولو خلاف عمل بلل شوی.

ملا محمد حسن اخند له افغان کډوالو سره د پاکستان ياد چلن د غندلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زيان هم بللی دی.

د نوموړي پر مشرۍ ياده ناسته کې چارواکو د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو غوښتي چې له افغان کډوالو سره د چلن په اصولي کولو کې خپل مسووليت اداء کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د غونډې اعضاوو له افغان مهاجرینو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلن او د ټولو اصولو په خلاف د زور را ایستل په کلکو ټکو وغندل، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله. همدرانګه د پاکستان له ولس سیاسي ګوندونو علماوو او بانفوذه شخصیتونو یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسوولیت ادا کړي. دوی دغه راز وویل، ټولو ته واضحه ده چې د افغان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي؛ ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا ده او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو پر زیان دي.» 

حمدالله فطرت دغه راز زیاتوي، اسلامي امارت چارواکو له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د بشري ناورین د مخنیوي او د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي او دغه راز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې له خپلو موجوده امکاناتو څخه هر اړخيزه استفاده وکړي او راستنېدونکو ته اړینې اسانتیاوې، لنډمهاله استوګنځایونه او خدمات ژر تر ژره برابر کړي.

له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون د پاکستان چلن غیر انساني بللی او زياته کړې يې ده چې هېڅوک باید کډوال د سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه ونه وکاروي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په ډېره خواشینۍ سره باید ووایم چې له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، شتمنۍ یې لوټل کېږي او د کورونو اسباب ترې ایسارېږي. دغه کار د هر ډول انساني او اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان توقع لري چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلن پای ته ورسوي. هېڅوک نه باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه وکاروي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان د افغان کډوالو اړوند ستونزې په اړه د اسلامي امارت غونډې مهمې بولي او وایي، سرپرست حکومت دې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له پاکستان سره مخامخ خبرې وکړي، ترڅو اسلام ‌اباد په جبري توګه د افغان کډوالو له شړلو لاس واخلي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د پاکستان اصلي هدف دا دی چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې مداخله وکړي او افغانستان له اقتصادي پلوه هغوی ته محتاج اوسېږي. اسلامي امارت ته په کار دي چې بدیلې اقتصادي، سیاسي او ډېپلوماټیکې لارې پيدا کړي.»

د پاکستان چاپ ده نېشن ورځپاڼې راپور ورکړی چې له پنجاب ايالت لږ تر لږه ۴ زره ۱۱۱ تنه بې اسناده افغان کډوال د اړوندو ادارو په مرسته له پاکستان ایستل شوي دي.

 پنجاب کې پولیسو ویلي، دامهال نږدې۶ زره نور بې اسنادو افغان کډوال هم د اخراج کېدونکو کډوالو مرکزونو ته لېږدول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist