Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ریچارډ لینزي د افغانستان لپاره د بریټانیا نوی استازی ټاکل شوی

ریچارډ لینزي د افغانستان لپاره د بریټانیا نوی استازی ټاکل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

ریچارډ لینزي د بریټانیا له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.

د بریټانیا دولت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ريچارډ لينزي به له دې وروسته د افغانستان په برخه کې د بریټانیا ځانګړي استازي په توګه عمل کوي.

نوموړی د ډېپلوماټيکې مخينې په لرلو سره په وروستي ځل د افغانستان او پاکستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې چې تازه يې د ځانګړي استازي په توګه ګومارل کېدل، د شنونکو له لوري پر نړيواله اجنډا کې د افغانستان شاملېدو په مانا بلل شوي.

دوی د بریټانیا له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو یوه موخه دا يادوي چې دا هېواد غواړي د افغانستان په تړاو قضایاوو کې ښکېل پاتې شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې بریټانیا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ګومارلی، مانا یې دا ده چې بریټانیا غواړي د افغانستان په چارو کې ښکېله پاتې شي. زما په اند، د ځانګړي استازي ټاکل دا مانا لري چې افغانستان لاهم د هېوادونو په نظر او د پاملرنې په محراق کې ځای لري.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې ښکاري نړیواله ټولنه د افغانستان په مسايلو کې د دخالت دلچسپي لري او هیله ښي چې د هېوادونو دغه ډول کړنې به د سرپرست حکومت او نړيوالو ترمنځ د اړیکو لا ټینګښت لامل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا چې نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه بریټانیا لاهم په افغانستان کې له حضور سره دلچسپي لري، د استازي ټاکل یې موږ په نېک پال نیسو. د دې مانا دا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې زیاته دلچسپي لري او زه امېد لرم چې په دې سره زموږ اړیکې لا پسې ټینګې شي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی بیا وايي، زبرځواک هېوادونه په سیمه کې سیاسي او اقتصادي ګټې لري او له همدې کبله د افغانستان د جیوپوليټیک موقیعت په ارزښت پوهېږي.

د ځاځي په خبره، اوس هېوادونه هڅه کوي چې په فردي توګه د افغانستان په تړاو خپلې پالیسۍ داسې عیارې کړي چې نرمښت په کې وي.

 ځاځی په دې اړه وايي: « د افغانستان سیاسي او اقتصادي ارزښت نړیوالو ته مالوم دی، په ځانګړې توګه شرق او غرب او د دوی متحدینو ته. دوی د افغانستان په جغرافیايي موقعیت او ارزښت ښه پوهېږي. دوی په افغانستان کې خپل استقامت، خپل سیاسي او اقتصادي ارتباطاتو او افغانستان سره خپل رغښت ته لمنه وهي، کار به کوي او په دې محور به پالیسۍ جوړوي.»

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د بریټانیا نوی ځانګړی استازی ریچارډ لینزي په روانه جون میاشت کې رسماً خپله دنده پيل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist