Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

رویټرز: طالبان پر لس ورځني اوربند سلا شوي

admin by admin
2020/01/18

رويټرز د ځینې طالب سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو مشرتابه منلې چې د سولې هوکړې سره سم له امریکایي ځواکونو سره لس ورځنی اوربند کوي او له افغان ځواکونو سره به تاوتریخوالی راکموي.

رویټرز ویلي، د سولې له هوکړې وروسته به طالبان او افغان حکومت په جرمني کې د سولې خبرې پیل کړي.

طالب سرچینې ویلي، ” امریکا غوښتل چې موږ د سولې خبرو په جریان کې اوربند اعلان کړو چې زموږ مشرتابه ونه منله. زموږ شورا منلې چې د سولې هوکړې لاسلیک سره سم به اوربند کوي.”

له دې سره د سولې په چارو کې د حکومت وزیر سلام رحیمي وايي د سولې د راوستلو او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره له اوربند پرته پر بل څه باور نشته.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې له نژدي څاري او که خبرو کې پرمختګ وشي نو افغان حکومت چمتو دی چې د خبرو له لپاره خپل پلاوی واستوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې هم د تاوتریخوالي او جګړې د کمولو په اړه ویلي وو او د بین الافغاني خبرو لپاره یې پر اوربند ټینګار کړی و

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي فاکس نیوز سره د ځانګړو خبرو په مهال ویلي، پاکستان له افغانستان د بهرنیو سرتیرو د مسولانه وتل غواړي او باید د اتیایمې لسیزې تیروتنې تکرار نه شي.

قریشي له حقاني شبکې د ای ایس ای د ملاتړ په تړاو وویل، د تیر په اړه خبرې نه کو، هر کس ګټې راتلونکې سره دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist