Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

پخواني امریکایي ډېپلومات او افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي، له اسلامي امارت سره د ژورو اختلافاتو سربېره، واشنګټن له کابل سره د تعامل لپاره عملي دلایل لري.

رونالډ نیومن له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۷ میلادي کال پورې په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نیومن ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید په خپلو  پالیسیو کې تغییر راولي او په تېره بیا د ښځو پر وړاندې خپلې تګلارې بدلې کړي.

نیومن وړاندې ویلي، که امریکا د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت موجوده تګلاره له پامه وغورځوي او په کابل کې خپل سفارت پرانیزي، نو په امریکا کې دننه به له سختو سیاسي مخالفتونو  سره مخ شي.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر زیاته کړې: « اسلامي امارت باید په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او په تېره  بیا د ښځو پر وړاندې خپلې تګلارې بدلې کړي.  که امریکا د ښځو په اړه د اسلامي  امارت  اوسني سیاستونه له پامه وغورځوي او په کابل کې سفارت بېرته پرانیزي، په امریکا کې به له پراخ سیاسي مخالفت سره مخ شي.»

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د خپلو ځواکونو د وتلو او د پخواني جمهوري نظام له سقوط سره هم‌مهاله، په کابل کې خپل سفارت وتاړه او فعالیتونه یې وځنډول.

رونالډ نیومن وایي، اسلامي امارت د دوحې د مذاکراتو پر مهال هم له امریکا سره د سیاسي اړیکو د دوام غوښتنه لرله، خو غوښتل یې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د نوموړي په خبره، امریکا له اسلامي امارت سره لا دمخه په ځینو برخو کې عملي تعامل لري.

هغه وایي، د امریکايي وګړو د خوشي کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې امریکايي چارواکو کابل ته سفرونه او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې تماسونه کړي دي.

نیومن دا خبرداری  هم ورکړ چې د افغانستان څخه د واشنګټن مخ اړول ممکن خطرناکه و اوسي.  

رونالد نیومن په دې ویلي: « د افغانستان په اړه د امریکا بشپړ بې‌تفاوته پاتې کېدل ښايي واشنګټن ته خطرونه رامنځته کړي. امریکا پخوا هم څو ځله افغانستان ته شا کړې وه، خو وروسته یې د دې پرېکړې پایلې هم لیدلې دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر دغه راز ویلي، د افغانستان پراخې معدني زېرمې په راتلونکي کې له کابل سره د امریکا د تعامل لپاره یو بل مهم دلیل کېدای شي.

د رونالډ نیومن دا څرګندونې داسې مهال کړې چې روسیې بیا اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او چین او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له کابل سره خپل سیاسي او اقتصادي تعاملات پراخه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist