Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا وزارت: له ۷ سلنه زیات افغانان د ځان وژنې په اړه فکر  کوي.

admin by admin
2021/06/03

د روغتیا وزارت مالومات ښيي،تېر کال ۵ زره  او ۵۰۰  کسانو د ځان وژنې هڅې کړې،چې نږدې درې سوو کسانو ځانه وژنه کړې.

هغوی چې د ځان وژنې هڅې یې کړي،ګڼ شمېر یې ښځې دي او لاملونه یې غربت او کورنۍ تاوترېخوالی یاد شوی دی.

۲۲ کلنه مسکا یوه د زرگونو هغو کسانو له ډلې ده، چې پر روانې ناروغۍ اخته شوې. 

مسکا وايي: « له یوه هلک سره  مینه لرله، خو هغه حاضر نه و،چې له ما سره اوږدمهاله ملګرتیا وپالي. همدا لامل شو،چې زه پر رواني ناروغۍ اخته شم. زما له ژوند زړه تور دی. ډېری وخت  په دې اړه فکر کوم، چې ځان وژنه وکړم. »

بې روزګاري، بې وزلي، کورنی تاوترېخوالی،جګړې او ورته نورې ستونزې روغتیاپالان د رواني ناروغیو لوی لاملونه یادوي.

 د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې،ګڼ هغه کسان چې د ځان وژنې فکر  لري یا یې هڅه کړې،د نورو په منځګړیتوب ژغورل شوي،خو بیا هم یوشمېر خلکو ځان وژنه کړې.

د روغتیا وزارت وايي: « شااوخوا ۴۶ سلنه خلک پر رواني ناروغیو اخته دي. ۷.۲ سلنه خلک بیا د وژنې فکر له ځانه سره لري.»

د روغتیا وزارت ځینې روغتونونه د مشورې ورکولو مرکزونه لري؛خو ډېر خلک ورته مراجعه نه کوي .

د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د ځان وژنې ډېری پیښې په ښځو کې دي، چې په هرات کې ځان  سوځوي، بدخشان اوبو ته ځان غورځوي او په کابل کې وژونکي درمل کاروي.

د رواني ناروغیو برخې مشر ډاکټر بشیر احمد سروري وايي: « د ځان وژنې لارې سره توپير کوي. په هرات کې ځان  سوځوي، بدخشان کې اوبو ته ځان غورځوي او په کابل کې بیا ډېری یې  وژونکي درمل کاروي.»

ارواح پوهان بیا یوازې رواني ناروغي د ځان وژنې لامل نه بولي،بلکې نور لاملونه هم شته،چې یو شمېر  کسان ځان وژنې ته اړ کوي.

ارواح پوه شرف الدین اعظیمي وايي: « د ځان وژنې ډېرې پېښې په ښځو کې دي. په ټوله کې بیا ښځو او نارینوو کې ډېری پېښې په هغو کسانو ډېرې دي، چې د منځنۍ کچې عمر ولري. هغه کسان چې عمرونه له ۱۸ تر ۳۲ کالو پورې دي. هغه کسان چې موږ ته مراجعه کوي، لوستي او نالوستي دواړه په کې شامل دي.»

د اسلام سپيڅلي دین کې هم ځان وژنه حرامه بلل شوې.

له افغان حکومت سره کره اسناد نه شته،چې په تېرو شلو کلونو کې څومره  کسانو ځان وژنه کړې،خو ویل کېږي،چې د طالبانو واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته د ځان وژنې هڅې د پام وړ ډېرې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist