Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا وزارت: د امریکا له لوري مرسته شوی  جانسن جانسن واکسین به د ټول هېواد پر کچه ووېشل شي

admin by admin
2021/07/11

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزی وایې، د امریکا له لوري د کورونا وبا ضد مرسته شوی،جانسن جانسن  واکسین به د ټول هېواد پر کچه ووېشل شي.

علیزی وايي، دغه واکسین هغو سیمو ته هم لېږي،چې حکومت پرې حاکمیت نه‌ لري او د وسله ‌والو په واک کې دي.

علیزي زیاته کړه:« ټولو ولایتونو ته د انتقال پروسه دوام لري، هغه سیمې چې له ۳۰۰ څخه ډیر روغتیایي مرکزونه په کې شته که امن دي او که نا امنه دي، هلته واکسیناتوارن موجود دي او هلته رسیږي او د واکسیونو تطبیق په برخه کې به هېڅ ستونزه موجوده نه وي.»

روغتیا وزارت وایي، د  نورو واکسیونو په توپیر د امریکا جانسن جانسن واکسین په یو ځل تطبیق کېږي.

علیزی وايي:«ټول هغه واکسینونه چې د کورونا معافیت لپاره تطبیق کېږي، ګټور واکسینونه چې معافیت حاصلوي. د جانسن ، جانسن واکسین هم چې دی، د دې معافیت په یو ډوز سره عظمي حد ته رسیږي.»

د امريکا له خوا افغانستان سره  د درې میلیونه دوزه  جانسن جانسن واکسين له مرستې  ۱.۴۸ ميليون ډوزه یې وړمه ورځ کابل ته رارسېدلي.

د جانسن جانسن واکسین شرکت وایي، دا واکسین په سلو کې ۸۵ سلنه د ناروغۍ پر وړاندې معافیت لوړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دې  واکسین یو ډوز له ۱۸ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته کېږي.

یاد  سازمان د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د جانسن ،جانسن واکسین د بېړنۍ کارونې لپاره تائید کړی.

له دې وړاندې هم افغانستان کې خلکو ته دوه ډوله د کورونا وبا ضد  واکسین تطبیق شوی دی.

هند افغانستان ته د ۵۰۰ زره او چین د ساینوفارم واکسین ۷۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کړې وه.

روغتیا وزارت وايي، تر اوسه پورې په هېواد کې  ۹۵۱ زره کسانو ته د کورونا وبا  واکسین تطبیق  کړی دی.

د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له  مخې، په ټول هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۳۳ زرو لوړ شوی، ۵ زره ۷۲۴ کسان مړه شوي او ۸۰ زره ۲۰۴ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist