Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د روسیې امنیت شورا سلا کار نیکولای پتروشیو ویلي، افغانستان په بحراني وضعیت کې دی او که  اسلامي امارت  ورته مناسبه حل لاره ونه مومي، دا بحران به د کورنۍ جګړې لامل شي.

پيتروشیو زیاته کړې:«که په افغانستان کې نظامي،سیاسي،ټولنیز او اقتصادي وضعیت همداشان غیرعادي روان وي. که په کابل کې نوی حکومت د وضعیت په نورمال کولو کې ناکام شي او نړیوال د افغانانو اغیزناکه ملاتړ ونه کړي،نو دا سناریو به له ناورین ډکه وي، کورنۍ جګړې ته به زمینه برابره شي، وچکالي او بې وزلي به اوج ته ورسیږي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، افغانستان په سخت حالت کي دی،اسلامي امارت دي په اقتصادي اونورو برخو کي جدي ګامونه پورته کړي،ترڅو د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي او له دا ډول څرګندونودې ډډه وشي.

تحلیل کوونکی ثناء الله مخلص  وايي:« ستونزې په اسلامي امارت کې دي. کوټلي ګامونه دې واخلي،ترڅو د اقتصادي بحران مخه ونیول شي،د سیمي له هېوادونو سره دې خبري وکړي، افغانستان نور د کورني جګړې توان نه لري.»

ځیني نور بیا له اسلامي امارته غواړي،چي له نړیوالو سره دي تعامل وکړي،ترڅو د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر ورکړي.

روسیه وروسته له هغې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کېدو وړاندوینه کوي،چې اوونۍ وړاندې یې د لومړي ځل لپاره په بشري مرستو بار  درې الوتکې کابل  ته راولیږلې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist