Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیې او ایران د افغانستان په اړه خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/01

له ایرانه د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان پر مشرۍ یو لوړ پوړوی دولتي پلاوی مسکو ته تللی دی. 

 په دغه پلاوي کې،چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُـمي هم ګډون لري،له خپل سیال ضمیر کابلوف سره یې کتلي دي. 

قمي وایي، له کابلوف سره یې د سیمه ییزو همکاریو ترڅنګ، افغانستان کې د تلپاتې سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر خبرې کړې دي.

قمي زیاته کړې:« نن مې مسکو کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلووف سره رغنده خبرې وکړې. سیمه ییزه همکاري، د تلپاتې سولې د ټینګښت هڅې او له ترهګرۍ سره مبارزه د خبرو د اجنډا په سر کې وو. ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره یو ځای د یوه خوندي او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي.» 

بل خوا د لویدیځې اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مشر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو استازو د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې کړي او د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د  روسيې رول هم مهم بلل شوی دی. 

د لویدیځې اسیا لپاره د ایران دبهرنیو چارو وزارت استازی  سید رسول موسوي وايي:« د افغانستان لپاره د ایران او روسیې ځانګړو استازو په مسکو کې سره کتلي او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو یې خبرې کړې دي. سیمه ییزې همکارۍ، په افغانستان کې د امنیت، سولې او ثبات په راوستلو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې مهم رول او له ترهګرۍ سره مبارزه د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.» 

ایران او روسیه سیمه کې دوه هغه هېوادونه دي،چې د امریکا د ضده له افغانستان سره ښې اړیکې پالي خو لا یې حاکم نظام په رسمیت نه دی پیژندلی او نه یې کومه لیوالتیا ښودلې ده.

بل خوا دواړه لوري داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټنګار کوي،چې د روس متحد هېواد تاجکستان له افغان خاورې وېره لري او خپله پوله او هرډول اړیکې یې افغانستان سره پرې کړي،خو اسلامي امارت بار بار ویلي، د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist