Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

روسیې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژانده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/05

له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته، روسیې د اسلامي امارت حکومت پر رسميت وپېژانده او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې د افغانستان په اړه يې په ډيپلوماټيکه ساحه کې دغه لوی ګام پورته کړ.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي او په کابل کې د روسيې شارژدافېر تایيد کړې چې هېواد يې دا پرېکړه له افغانستان سره د مناسباتو او مشارکت پراختيا په موخه کړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د روسيې له شارژدافېر سره په کتنه کې دا پرېکړه رسما ابلاغ کړه او د روسیې شارژدافېر دا د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

متقي زیاته کړې:« له هرڅه مخکې موږ د روسیې فدراسیون د دې اقدام چې د افغانستان اسلامي امارت یې پر رسمیت وپېژانده هرکلی کوو او دغه جرات مندانه اقدام چې د روسیې فدراسیون وکړ، انشا الله دا به د نورو لپاره هم یو مثال وګرځي. تاسو په جریان کې یاست چې د افغانستان اسلامي امارت څلور کاله وړاندې چې کله فتوحات راغلل، تحول رامنځته شو، نو موږ زیاته پاملرنه دې ته وکړه چې په افغانستان کې امن، ثبات او نظم ټینګ شي او ولس مطمین شي. په دې سلسله کې الله ج کامیابي راکړه، همداسې مو بهرني سیاست او ډېپلوماتیکو هڅو ته توجه وکړه چې بېلابېلو هېوادونو ته مو خپل ډېپلوماټان ولېږل.»

اميرخان متقي د روسیې دا سياسي پرېکړه زړوره بللې او د هرکلي ترڅنګ یې هیله ښودلې چې روسیه به نورې نړۍ ته مثال شي.

هغه په دې اړه وايي:« دا چې اوس د رسمیت پېژندنې لړۍ هم شروع شوه او په دې کې روسیه تر ټولو وړاندې شوه. امید شته دی چې همدا سلسله به هم همدا شان پرمخ ولاړه شي. موږ د دې هرکلی کوو، دا یو ډېر مثبت اقدام بولو، له دې سره به زموږ د روسیې فدراسیون ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي او ښې لاسته راوړنې به ولرو. د افغانستان اسلامي امارت د خپل متوازن سیاست له مخې، د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي، ښې اړیکې غواړي، په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ریانوويسټي خبرې اژانس ته منلې چې روسیې په رسمې ډول د افغانستان اوسنی حکومت پر رسميت پېژندلی.

کابل کې د روسیې شارژدافېر ډیمټري ژیرنوف هم وایي، هېواد يې پر رسميت د افغانستان سرپرست حکومت پېژندلو پرېکړه د ولسمشر ولاديمير پوتين او بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په وړانديز کړې او زياته کړې يې ده، چې دغه اقدام له افغانستان سره د هر اړخیز شراکت لپاره د روسیې لېوالتیا او د افغانستان له خلکو سره د دوستانه اړیکو ښکارندویي کوي.

ژیرنوف په دې اړه وايي:« روسیې په رسمي ډول د طالبانو حکومت پر رسمیت پېژندلی دی. موږ باور لرو چې د افغانستان د اوسنیو چارواکو رسمي پېژندنه به زموږ ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د رغوونکو دوه ‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته د نویو هڅو فرصت برابر کړي. باور لرم چې د طالبانو پر رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره نوی حرکت جوړ کړي.»

واک ته اسلامي امارت رسېدو وروسته روسيې په کابل کې د سوداګرۍ استازولۍ دفتر پرانیست او اعلان یې وکړ چې غواړي د سویل ختیځې اسیا هېوادونو ته د خپلو ګازو د ټرانزیت لپاره له افغانستان ګټه واخلي او د تېرکال په جولای کې د روسیې ولسمشر سرپرست حکومت د  ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل محتد ياد کړ.

حکومتي چارواکي وایي، سرپرست حکومت د رسمېت پېژندلو شرایط پوره کړي او تمه ښيي چې په نږدې راتلونکي کې نور هېوادونه هم د روسیې په څېر د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني.

د سیاسي چارو شنونکي د روسیې دا اقدام مهم بولي، خو د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو محدودیتونه د لویدیځو هېوادونو له لوري د رسمت پېژندنې پر مخ جدي خنډ ګڼي.

۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال، یوازې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د هغه وخت حکومت پر رسمېت پېژندلی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist