Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

په مسکو کې د کابل سفیر د روسیې له دولتي ټاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې پر ګڼو دوه اړخیزو موضوعاتو او له دې هېواد سره پر راتلونکو اړیکو غږېدلی.
ګل‌حسن حسن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له لوري د نوموړي باور‌لیک له منل کېدو راوروسته په لومړۍ مرکه کې ویلي، چې افغانستان غواړي د شانګهایهمکاریو په سازمان کې خپل فعال ګډون ته دوام ورکړي.
نوموړي له دې سازمان سره د همکارۍ د دوام په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه د دې سازمان په ناستو کې د دوامداره ګډون غوښتنه کړې او د دې سازمان ډېرو غړو له قوله یې د شانګهای سازمان په چارو کې د خپل هېواد فعال ګډون عملي او ممکن بللی.
هغه ویلي د یاد سازمان په راتلونکو ناستو کې د افغانستان په ګډون حساب کوي.
په روسیې کې د افغانستان سفیر ګل‌حسن حسن وايي: « افغانستان د شانګهای همکاریو په سازمان کې ناظر هېواد دی او دې ته په کتو باید د دې سازمان په ناستو کې ګډون وکړي. … د یاد سازمان غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان په چارو کې په فعاله توګه د افغانستان راګډول عملي او ممکن دي.»
په ورته مهال حسن په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د روسي کمپنیو د لېوالتیا خبر وکړی او ویلي يې دي، چې دغه کمپنۍ په پام کې لري په افغانستان کې له اوبو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې همکاري وکړي.
هغه زياته کړې، یوشمېر دغه کمپنۍ لا وار دمخه افغانستان ته راغلي او له اړونده ادارو او کارپوهانو سره په دې دې اړه غږېدلي هم دي.
په روسیې کې د افغانستان سفیر ګل‌حسن حسن وايي: «
‌هو، روسي کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا د تولید برخه کې لېوالتیا ښيي. یو شمېر کمپنۍ وار دمخه افغانستان ته تللي او هلته له اړوند ادارو او کارپوهانو سره په دې اړه غږېدلي هم دي.»
د چارو شنونکي د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د رول پراخېدل او په ناستو کې یې دوامداره ګډون د دې سازمان له غړو سره اړیکې پیاوړي او په سیمه‌يیز ډول د حکومت د مشروعیت په لاوده کې مرسته کوي.
دوی دغه‌راز په هېواد کې د برېښنا کمښت او ترې ولاړو شویو ستونزو ته کتو، د روسیې په شمول د هر بل هېواد پانګونه او دې برخې ته وده ورکول مهم اقدام بولي، چې دا پخپله په راتلونکي کې پر نورو هېوادونو د افغانستان د برېښنا اتکاء راکمول شي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « که افغانستان د دغه سازمان غړیتوب د څارونکي یا غړي په توګه بېرته ترلاسه کړي هم د افغانستان په ګټه وي او هم د دغه سازمان ځکه چې افغانستان د اسیا زړه دی او د افغانستان ثبات د اسیا ثبات دی او د افغانستان بې ثباتي سیمه بې ثباته کولای شي.»
روسیې کې د اسلامي امارت سفير داسې مهال د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې د افغانستان فعال ګډون ته چمتووالی ښودلی او د راپور پر اساس د دې سازمان اکثریت غړو دغه احتمال ممکن بللی، چې له دې وړاندې د افغانستان په شمول هېڅ ناظر هېواد ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
په داسې حال کې چې افغانستان د ۲۰۱۲ز کال د جون په اوومه د ناظر په توګه د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ خو واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته د افغان استازو ته پکې د ګډون بلنه ځکه نه ورکول کېده چې اوسنی حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه و پېژندل شوی، خو اوس د روسیې له لوري د فعلي حکومت په رسمیت پېژندې دې چارې ته تر ډېره لار هواره کړې ده.
د امریکا سولې انسټیټوت له دې وړاندې د ياد سازمان په ناستو کې د افغانستان د نه ګډون ترشا اصلي لامل د شانګهای سازمان د اصلي غړو ترمنځ اختلافات بللي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist