Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

روسیه کې د افغانستان په اړه ناسته جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/06

ټاکل شوې ده،چې د روانې نومبر میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته جوړه شي او د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه په کې ګډون وکړي،چې د افغانستان په قضایاو کې ښکیل دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي،په دغه ناسته کې د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان به په اوسني حکومت کې د نورو د افغانانو د ونډې غوښتنه وکړي او همداراز له ترهګرۍ سره په مبارزې او نشه یې توکو دقاچاق پرمخنیوي هم خبرې وکړي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په سیمه کې د ایران په څیر باندې،چین خپله مسکو ازبکستان او نور هېوادنه هم له طالبانو غوښتنه کړې،چې دوی دې خپل حکومت کې نور افغانان هم ورشریک کړي او خپل حکومت دې ټولشموله کړي، له سرپرستۍ دې ووځي، د اساسي قانون په رامنځ ته کولو دې خپله تګلاره روښانه کړي،مسکو کې به نه یوازې په دې مسایلو باندې بلکې له سرحدي د تیرېدونکي تروریزم باندې،مخدره توکو قاچاق باندې او افغانستان ته د بشري مرستو په جلبولو به هم بحثونه وشي.» 

ځینې نور بیا  وايي، د مسکو فارمټ ناستې ګډونکونکي هېوادونه په افغانستان خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې لري او د افغان حکومت د استازي په نه حضور کې به د خپلو ګټو له دریځه د افغانستان په تړاو خبرې ولري.

دلته د نیوکې ګوته کابل ته نیول کیږي،چې په تیرو پنځلس میاشتو کې نه دی توانیدلی،چې له سیمې سره داسې اړیکې ټینګې کړي،چې د افغانستان په تړاو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« زموږ ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او په داسې مهمو غونډو کې دوی د خپلو ګټو لپاره عمل کوي او د افغانستان غږ به هلته نه وي او ګټې یې مختلفې دي،له اوبو نیولې تر  کانونو پورې.  دا د  حکومت ناراستي ده،چې نه دی توانیدلی چې روابط داسې وساتي،چې داسې ناستو ته بلنه ورکړل شي.» 

خو د سیاسي چارو تحلیل کووونکی سرور نیازی بیا په دې اند دی، د مسکو فارمټ ناسته،چې د افغانستان اوسني حکومت استازي نه دي وربلل شوي،یو اړخېزه  ناسته ده او دغه ډول ناستې او کنفرانسونه هېڅ ډول پایلې نه لري.

نیازی وايي، د مسکو فارمټ ناسته کې به یوازې هغه هېوادونه،چې له روسیې سره ګډې ګټې لري،د افغانستان په تړاو به خپلې اندیښنې سره شریکې کړي.

هغه زیاته کړه:« افغانستان د روسیې او امریکا په رقابتونوکې راګیر دی او دغه ډول ناستې چې جوړیږي او هغه هم په یو طرفه ډول،چې هلته د افغانستان استازي حضور ونه لري دغه یو اړخېزه  ناستې د افغانستان درد نه شي دوا کولی،خو د دې ناستې هدف دادی،چې روسیه او مشترک المنافع هېوادونه هغه  اندېښنې چې د افغانستان په تړاو لري،غواړي پر وړاندې یې یو ایتلاف رامنځ ته کړي.» 

اسلامي امارت هم دا مني،چې تر اوسه پورې یې د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې، خو له ټولو هغو ناستو او نړیوالو کنفرانسو ملاتړ کوي،چې د افغانستان پر ګټه دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist