Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه: لوېدیځ هېوادونه د افغانستان بې ‌ثباته کولو لپاره د سرپرست حکومت ضد ډلو د ملاتړ لټه کوي

روسیه: لوېدیځ هېوادونه د افغانستان بې ‌ثباته کولو لپاره د سرپرست حکومت ضد ډلو د ملاتړ لټه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/20

د روسيې د بهرنیو استخباراتو ریيس وايي، د لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت ضد وسله ‌والو ملاتړ وکړي.

د روسيې بهرنيو استخباراتو ادارې په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې د يادې ادارې ریيس سرګي نرېشکن له قوله ويلي چې نوموړي « د افغانستان سیمه ‌ییز اتصال، امنیت او پرمختګ» تر عنوان لاندې کنفرانس کې د افغانستان د پانګې د کنګلولو له امله پر لوېدیځو هېوادونو نیوکه کړې.

دغه کنفرانس د روانې اپریل میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه نېټه د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شوی و او نوموړي په کې ويلي چې د لوېديځو هېوادونو استخبارات دغه کار د افغانستان بې‌نظمه کولو په موخه کوي.

نرېشکن زیاته کړې: « دا لوېدیځ هېوادونه دي چې د افغانستان پانګه یې کنګل کړې او د کابل پر ضد یې بندیزونه لاهم پر خپل ځای دي. په داسې حال کې چې بهرنۍ استخباراتي ادارې د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د دې هېواد دننه د حکومت ضد وسله ‌والو ملاتړ وکړي.»

‌‌په اعلامیه کې روسیې د دولت جوړونې پر لور د سرپرست حکومت له دريځ او هڅو ستاینه شوې او د اسلامي امارت د نړیوالې رسمیت پېژندنې په تړاو یې باور څرګند کړی.

خو د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې رییس له قوله په کې ذکر شوي چې لوېدیځ نه یوازې دا چې قصدا ًنه غواړي داسې څه وشي، بلکې د خپلو جیوپوليټیکو ګټو لپاره په دې لټه کې دی چې افغانستان بې ثباته وساتي.

د روسیې بهرنیو استخباراتو ریيس په دې اړه ویلي: « روسیې د دولت جوړونې په برخه کې د سرپرست حکومت د چارواکو فعالیتونه په مثبت ډول ارزولي او د حکومت د رسمیت پېژندنې د امکان پر اړتیا یې خپل باور څرګند کړی. د دې سناریو ترمخ اصلي خنډ د لوېدیځ هغه هیله ده چې افغانستان بې ‌ثباته وساتي، ترڅو خپلې جیوپوليټیکې ګټې پراخې کړي.»

نوموړي د آذربایجان له امنیتي او استخباراتي لوړپوړو چارواکو سره له خبرو سربېره دغه ‌راز په یاد کنفرانس کې د افغانستان جیوپوليټیک موقعیت ستایلی او د افغانستان پراختیا او هوساینه یې د ټولو پر ګټه بللې.

سرګي نرېشکن ویلي، له دغو منفي جریانونو او د هغو ورته توطئو سره مبارزه د افغانستان پرمختګ ته لار هوارولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که ریښتیا هم لوېدیځ دې ته لمن ووهي، دا به نه یوازې افغانستان ته مشکلات جوړ کړي، بلکې لوېديځ به هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. ښه خبره دا ده چې نړیوال د افغانستان ثبات ومني او د نړۍ ثبات یې وګڼي. که چېرې بهرنیان یو ځل بیا په افغانستان کې لاسوهنه کوي او تروریزم پیاوړی کوي، زه فکر کوم دا به نړۍ ته ښه نه وي.»       

د تېر نظام له سقوط سره سم، ګڼو سیاسي او پوځي چارواکو چې په تېرو دوو لسیزو کې په لوړو دولتي موقفونو کې پاتې شوي وو، له افغانستانه بهر د سرپرست حکومت ضد جریانونه ایجاد کړي او ترڅنګ یې داعش خراسان څانګې هم په دې موده کې د خال خال بریدونو په کولو سره ځان د حکومت ضد ډلې په توګه مطرح کړی چې تر ډېره یې مخه نیول شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکي د دغو جریانونو په رأس کې شته کسان مات او ناکامې څېرې ګڼي چې همدې ته په کتو پرې بیاځل باور له امکان لرې برېیښي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « اوس ملت بیداره شوي، خپل دوست او دوښمن یې پېژندلی او خپل حقوق پېژني. زما په اند، له دې وروسته به د حکومت او قدرت لپاره د دوی هڅې پر ملت اغېز ونه لري.»        

سرپرست حکومت د روسي چارواکو د دې ادعا په اړه چې د لوېديځو هېوادونو له لوري يې په افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو د ملاتړ په اړه کړې، څه نه دي ویلي، خو موده وړاندې يې په افغانستان کې د ورته ډلو فعالانه حضور رد کړی دی.

د بهرنيو استخباراتي ادارو له لوري په افغانستان کې د سرپرست حکومت ضد وسله والو ډلو څخه د ملاتړ مساله داسې مهال د روسیې له خوا مطرح کیږي چې له دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنه تورن شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist