Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه د تخنیکي هوکړې لومړي پړاو کې د افغانستان پوځي تجهیزات رغوي

روسیه د تخنیکي هوکړې لومړي پړاو کې د افغانستان پوځي تجهیزات رغوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/03

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د پوځي -تخنیکي همکاریو هوکړې په تړاو وايي، دا هوکړه د روسیې د قوانینو پر بنسټ شوې او موخه یې هم په افغانستان کې د شته روسیي پوځي تجهیزاتو بیا فعالول او همدارنګه د افغان ځواکونو د کاري وړتیاوو لوړول دي.

کابلوف زیاته کړې، د پوځي تجهیزاتو د ترمیم دا هوکړه به ژرعملي شي او لومړی به یې له هغو تجهیزاتو پیل کړي چې اوس مهال فعال او په افغانستان کې ترې کار اخستل کیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي: « د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي تخنیکي هوکړې لومړی پړاو به په افغانستان کې د موجودو پوځي تجهیزاتو پر ترمیم تمرکز ولري او له هغو پوځي تجهیزاتو به پیل شي چې اوس مهال په افغانستان کې ترې کار اخستل کیږي. د دې هوکړې اصلي موخه له افغانانو سره د شته روسیې تجهیزاتو بیا فعالول او د هغوی کاري ظرفیت لوړول دي.»

د کابلوف له دې څرګندونو بیا انګرنې دا دي چې روسیه به په افغانستان کې د پخوانیو روسیې پوځي تجهیزاتو د ترمیم ترڅنګ په نوې ټکنالوژۍ هم سمبال کړي چې دا به په پوځي برخه کې ستره لاسته راوړنه وي.

کارپوهان وايي، که څه هم دا پوځي هوکړه تخنیکي ده، خو ورسره به افغان ځواکونه پیاوړي او د پوځي مهارتونو به یې لوړه شي.

دوی وايي، دا ډول هوکړې نه یوازې دا چې په پوځي برخه کې اغېزناکې دي بلکې د افغانستان سیمه ییز او نړیوال مشروعیت لپاره ګټورې تمامېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « دا تړون د افغانستان د نظامي ځواکونو پياوړي کولو او له افغانستان څخه د دفاع په برخه کې رول لوبوي. موږ نه یوازې له دې تړون ملاتړ کوو او د هېواد په خیر یې بولو بلکې دا تړون د افغانستان پر بین المللي مشروعیت هم اغېز لري. بله خبره دا ده چې افغانستان اړتیا لري چې له روسیې او نورو هېوادونو سره پراخې نظامي او دفاعي همکارۍ ولري.»

د چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « دا یوه تخنیکي هوکړه ده چې لاسلیک شوې. زموږ هېواد کې له پخواني شوروي څخه ډېرې وسلې، تجهیزات او الوتکې پاتې دي او که د روسیې اوسنی فډراسیون په دې برخه کې له موږ سره تخنیکي مرسته کوي، دا د افغانستان په ګټه کار دی. دا زموږ حق دی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دا ډول هوکړه لیکونه ولرو.»

د پوځي چارو شنونکي بیا د کابل او مسکو ترمنځ د یادې هوکړې لاسلیکولو په تړاو وايي، د افغانستان امنیت، ملي دفاع او خپلواکۍ ساتلو لپاره دا لومړی ګام دی چې اخستل کېږي او افغانان هم لکه د نورو خپلې دفاع او ځان ساتنې لپاره دا حق لري چې له هېوادونو سره پوځي هوکړې ولري.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « هغه تخنیکي تړون چې روسیې له افغان حکومت سره کړی، دا په اصل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورني امنیت او خپلواکۍ ساتلو لپاره هغه لومړی ګام دی چې افغانان یې ملاتړ کوي. دا ګام کولی شي د هغو وسایطو، تخنیکي وسایلو، راه دار او چورلکو چې په حقیقت کې ملکي او ټرانسپورټي الوتکې دي، په فعالولو او ساتلو کې ونډه واخلي. بنا ً، دا له نړیوالو قوانینو سره سم، د افغانستان د ګټو ساتلو لپاره یو داسې تړون دی چې د هېچا په خلاف نه دی.»

مسکو ته د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د سفر پرمهال د روسیې او افغانستان ترمنځ د تخنیکي همکاریو پوځي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې روسیه له افغانستان سره د پوځي تجهیزاتو د ترمیم او بیا فعالولو په برخه کې مرستې کوي، هغه څه چې د افغان ولس له تود هرکلي سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist