Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه د افغانستان په اړه ناسته جوړوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

له هغې وروسته چې اسلامي امارت په تهران کې د شمال ټلوالې له یو شمېر غړو سره ولیدل،اوس روسیه غواړي،خپل میز ته د اسلامي‌امارت سیاسي مخالفین او هغه معترض سیاستوال خبرو ته کېنوي،چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره له وطنه جلا شوي دي.

کابل تر اوسه د مسکو ناستې په اړه څه نه دي ویلي،خو تحلیل کوونکي بیا وايي،مسکو خپلې سیاسي موخې لري او غواړي، په افغانانو خپلې پرېکړې تحمیل کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر  سید اکبر اغا وايي:«  زما په فکر افغانانو خپل استقلالیت ګټلی او خپل مستقل حکومت لري،د سولې په باب بین الافغاني خبرو ته ضرورت ده، افغانان خپل منځ کې کېني،خو دا چې مسکو را ولاړیږي،زموږ په منځ کې سوله کوي،څوک مخالفین بولي او څوک حکومت بولي،دا تفرقه اچوي او دا دوه تاوانونه لري. یو د افغانستان خپلواکۍ ته زیان رسوي او بل په موږ تحمیلي شیان مني.» 

دا د روسیې پر کوربتوب لومړنۍ ناسته نه ده،بلکې له دې وړ اندې یې هم څو ځله اسلامي امارت او د تېر حکومت مخالف جهتونه مسکو ته دعوت کړي وو.

د سیاسي چارو   تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې روسیې په دا ډول ناستو یوازې خپل سیالان ننګولي دي او د افغانستان د معضلې حل یې پلمه ګرځولې ده. 

 دوی وايي، روسیه غواړي، اوس ځان په نړیواله ساحه کې د افغانستان په تړاو مطرح وښي او په افغاني لورو باندې خپل اغیز له لاسه ورنه کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  بلال فاطمي  وايي:« هغه څوک،چې په اقتدار کې وه،هغه له اقتدار وتلي دي او هغه څوک،چې له اقتدار بهر وو او مقاومت یې کاوه،هغه په اقتدار کې دي، نو دغه کوښښ د روسیې د دې لپاره ده،چې  په طرفینونو باندې خپل اثر او رسوخ وساتي  او په عین حال کې خپل ځان په بین المللي ساحه کې د افغانستان په تړاو مطرح کړي.»

خو له دې ټولو سره سره له سیاسیونو غوښتنې دي،چې له تېرو تجربو ګټه پورته کړي او قدرت کې د ځان شریک کولو لپاره دې د بهرینو له مرستې ډډه وکړي. 

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« هر ډول ناسته د افغانستان د راتلونکي لپاره  ښه ده،خو زما خبرداری سیاسیونو ته چې په بهر کې اوسي، داده،که د ځان لپاره قدرت له بهرنیو تر لاسه کوي دا راتلوونکی نه لري او افغانستان کې امتحان شوې.» 

د  تحلیل کوونکو په باور له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته اوس روسیه غواړي،پرافغانستان خپل سیاسي نفوذ پراخ کړي،هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته له وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي،چې له افغانستانه یې وتل په دې مانا نه دي،چې روسیه دې  پياوړې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist