Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسيې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر وروستۍ ترینګلتيا اندېښنه ښودلې

روسيې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر وروستۍ ترینګلتيا اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/30

روسیه د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې په افغانستان کې واک ته د اسلامې امارت د بیا رسېدو وروسته یې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او په دې وروستیو کې یې د دغه هېواد د تروریستي ډلو له نوملړه د اسلامې امارت د نوم  ایستلو لپاره یو لړ عملي ګامونه هم پورته کړې دي.

دې ملګرتیا ته په کتو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا په زیاتیدو اندېښمن دی او له دواړو لوریو يې د زغم او خبرو له لارې د ستونزو حل غوښتنه کړې.

د روسیي بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي:« مسکو د پاکستان او افغانستان په سرحد کې د ترینګلتیا په زیاتیدو اندېښمن دی. چېرته چې په ډزو کې نه یوازې پوځیان، بلکې ملکیان هم له منځه تللي دي. موږ پر دواړو ښکیلو غاړو غږ کوو چې له زغم کار واخلي او د اختلافاتو هوارولو په موخه رغنده ډیالوګ کې بوخت شي.»

د پاکستان او افغانستان تر منځ ترینګلتیا له هغې وروسته رامنځته شوه، چې تېره اوونۍ پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څو ځایه هوايي بریدونه وکړل چې د سرپرست حکومت د شمېرو له مخې، له ۵۰ زیات عام وګړي په کې شهېدان شول.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکې وايي، پاکستانې چارواکو په وار وار د افغانستان له سرپرست حکومت سره متقابلو ژمنې کړې، خو خپلو ژمنو ته ژمن ته نه دي پاتې شوې.

دوی وايي، پاکستان نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم په ځينو موارد کې سرخوږی دی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« روسیې ته به هم دا مالومه وي چې د پاکستان د ستراتیژي عمق د افغانستان جغرافیې د ناامنۍ او د تروریزم کړیو له ادرسه دا پاکستان وه چې افغانستان یې په دغه نېمه پېړۍ کې له ناخواله سره لاس او ګرېوان کړی  او د تروریزم د شعار تر چتر لاندې افغانستان یې له دوو اشغال سره مخامخ کړ او په میلیونه افغانان په دغو جګړو او شغال کې شهیدان شول.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان په سيمه‌ييزه ناامنۍ کې خپلې ګټي لټوي او له همدې کبله غوښتنه کوي چې نړیوال دې د سيمې هېوادونو د امنیت خونديتوب تضمينولو لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« لومړنۍ دوښمني له هغې خوا شروع شوه چې پاکستان د امریکا له ستیج تر ملګرو ملتونو پورې او د شانګهای په ناستو کې یې په وار وار یې دا خبره کړې چې تروریستان په افغانستان کې دي او د پاکستان پر وړاندې باندې وسله وال کېږي یا هلته ښوونیز او روزنیزه تربیه ورته ورکول کېږي. نو د دوښمنۍ پیل له هغې خوا شوی.»  

د افغانستان ځواکونو د تېرې شنبې ورځې سهار وختي  له فرضي کرښې ها غاړه لږ تر لږه   په څلورو نکتو کې د څو ساعتونو لپاره پر پاکستاني ځواکونو او يو لړ هغو اهدافو د غچ اخيستنې په موخه بريدونه وکړل، چې د ملي دفاع وزارت په خبره افغانستان ته ترې ګواښ متوجه و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist