Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه اجرایيوي فرمان په صادرولو سره امریکا ته د کډوالو لېږدولو پروګرام وځنډاوه، خو له دې پرېکړې ۱۲۰ ورځې وروسته د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې له درېيمو هېوادونو د هغو افغانانو لېږدولو پروسه نه ده لغوه شوې چې امریکا ته د تګ لپاره وړ شرایط لري.

مارکو روبیو دا څرګندونې د کانګرېس یوې ناستې ته کړې او ویلي يې دي، ډېر ژر به په دې برخه کې د لا زيات پرمختګ اعلان هم وشي.

روبیو په دې اړه ویلي: « موږ په دې اړه  لاهم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د هغوی لپاره د وېزې پیسې ورکړو او که په خپل شخصي لګښت انتقال شي؟ دا دواړه مسایل لا  تر څېړنو لاندې دي. هغوی چې له امریکا سره همکار پاتې شوي، د راتګ لپاره یې عملي پروسه کې پرمختګونه رامنځته شوي او دا هغه اقدام دی چې زموږ متحدین یې هم غوښتنه لري.»

د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې امریکا په کابل کې کونسلي خدمتونه نه لري او د اسنادو پروسېس پړاوونه او ويزه يې په درېيم هېواد کې طی مراحل کېږي.

امریکا له افغانستانه د کډوالو لېږدولو لپاره پاکستان، قطر، فلیپین، عربي امارات، او البانیه د درېيمو هېوادونو په توګه کاروي.

له دې سره هم مهاله ځينې افغان کډوال د امریکا بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته خوښ دي او وایي، امریکا دې د دوی لېږد بهیر بېرته ژر پیل کړي.

پاکستان کې دېره افغان کډواله طیبه رستاقي وايي:« افغان مهاجرین په دویمو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه پاکستان کې له سختګیرانه قوانینو، د اسلام او راولپنډۍ له ښارونو وتل، د وېزو محدودیتونه دغه شرایط لا نور سخت کړي. په دې منځ کې د انتقال ورو لړۍ، د امریکا له خوا د دوسیو په ځنډ کتنه سبب شوي چې د مهاجرانو ترمنځ اندېښنې نورې هم زیات شي.»   

د کډوالو د حقونو فعالان وایي، پاکستان د ډېرو افغان کډوال کوربه دی چې په کې د امريکا کېس لرونکي افغانان د پولیسو له لورې له سخت فشار سره مخ دي او ټینګار کوي چې امریکا دې خپل متحدین له پاکستان او نورو هېوادونو ژر انتقال کړي.

د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د امریکا متحده ایالتونو انساني او اخلاقي دنده ایجابوي چې د دغو کسانو او د هغوی د کورنیو امنیت تضمین شي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته ۲۰۰ زره افغان وګړي امریکا ته لېږدول شوي.

 بل پلو، د سې شنبه په ورځ د افغان ایوک بنسټ په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرېس غوښتي چې روانې اوونۍ کې د بودیجې په اړه کېدونکې غونډه کې دې د افغان کډوالو پر وضعیت بحث ته هم لومړیتوب ورکړل شي.

په دې لیک کې راغلي چې څه باندې ۲۱۲ زره کسان په افغانستان کې او لسګونه زره نور د پاکستان او قطر په ګډون په ۷۵ هېوادونو کې په يوه ناڅرګند حالت کې امريکا ته د تګ په تمه ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist