Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان اوسني واقعیتونه باید بابیزه ونه ګڼل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/26

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د روان وضعیت په تړاو په سفر راوتلی لومړی هند ته تللی او ډاډ یې ښودلی چې د افغانستان راتلونکې لارې په تړاو یې له هندي چارواکو سره بحثونه او لیدنې ګټورې وې.

 وېسټ په یاده کتنه کې له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، بشري مرستو او نورو مهمو مسایلو بحثونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې سفر په تړاو له شمشاد سره خبرو کې وویل، اسلامي امارت په څه باندې دوو کلونو کې د امنیت، اقتصاد او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او ټینګار لري چې هېوادونه یې نباید بابیزه وګڼي.

هغه زیاته کړې:« نو بیا دا خبره دقیقه ده چې د افغانستان اوسني وضعیت،لاسته راوړنې، امنیت، ثبات  او دغه راز د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، فساد سره مبارزه، اقتصادي برخه کې پرمختګونه، د ثبات او امنیت برخه کې پرمختګونه دا باید په نظر کې ونېول شي او د دې ملاتړ لپاره باید هڅې وشي. دا هم د سیمې او هم د هېوادونو پر ګټه ده، هم د امریکا پر ګټه ده او هم د افغانستان پر ګټه ده. نو دوی باید مثبت لیدلوری ولري او له افغانستان سره د همکارۍ روحیه منځته راشي.»

د سیاسي چارو کارپوهان  د ټوماس وېسټ وروستي سفرونه د افغانستان ستونزو د حل لپاره په ګټه نه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره یوه ګډه اجماع رامنځته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« زما په اند پخوا هم د  امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سیمې ته سفرونه کړي، خو کومه خاصه پایله یې نه لرله. موږ هر هغه حرکت چې د افغانستان له ملي ګټو سره مطابقت کوي، موږ یې هرکلی کوو. خو ښه به دا وي چې نړیواله ټولنه، سیمه پر ګډه افغانستان د همکارۍ مرکز وګرځوي، نه د تقابل مرکز. »

خو اوس پوښتنه داده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سفر به  د هېواد په اوسني وضعیت څه اغیزه ولري او که نه؟

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« زه په دې باور یم چې اوسنی سرپرست حکومت ترڅو پر خپلو سیاستونو کتنه ونه کړي، اصلاحات رامنځته نه کړي، تر هغې به دا ډېره سخته وي چې د توماس وېسټ دغه ډول سفرونه د افغانستان او نړۍ په تعامل کې یا د افغانستان او امریکا په اړیکو کې تغییر راولي، بلکې د توماس وېسټ لویه موخه دا ده چې دغو سفرونو سره د امریکا او نړیوالې ټولنې داعیو او شرایطو ته لابي او درېځ پیدا کړي.»

د افغانستان په تړاو د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش پر مشرۍ د تیرې میاشتې له کنفرانس وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ سیمې ته په سفر راوتلی او پيل یې له هند وکړ چې له یاد هېواد وروسته متحده عرب اماراتو ته ځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist