Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ۲۰۳ منصوري قول اردو له رونیز مرکزه ۵۸۰ سرتیري له دوو میاشتنیو زده کړو فارغ شول 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/23

په پکتیا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له روزنیز مرکزه  د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غويي پر ۲ مه»  د ۵۸۰ سرتېرو فراغت مراسم ترسره شول. 

د یادې قول اردو قوماندان خالد ایوب د سرتېرو فراغت په اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل،دغو سرتیرو اړینې نظامي زده کړې تر لاسه کړي،چې پکتیا، پکتیکا او خوست ته څیرمه به پر ډیورنډ فرضي کرښه ځای پر ځای شي. 

ایوب وايي،له روژې وروسته  د ډیورنډ فرضي  کرښې هغو سیمو کې هم پوستې جوړوي،چې تر اوسه پورې په کې اسلامي امارت نظامي حضور نه لري. 

هغه زیاته کړه:« سرحدونو لپاره خو اوس تاسو ولیدل، چې دلته د سپکو او درنو وسلو تمرینات وشول. دا سرتیري خو سرحدونو ته لیږو،سرحدي سیمو کې د پوستو پر جوړولو کار روان دی او هغو سیمو کې به له روژي وروسته پیل شي،چې لا پوستې په کې نه لرو.» 

اخوا فارغ شوي سرتیري بیا وايي،دوه میاشتو کې یې اړینې نظامي زده کړې تر لاسه کړي او د هېواد په هره برخه کې دندو ته چمتو دي. 

د اسلامي اردو یو تن فارغ شوی سرتیری وايي:« اردو ته د خدمت لپاره راغلو،تر څو د مسلمانانو له عزت او ناموس او له اسلامي سرحداتو ساتنه وکړو.» 

د اسلامي اردو یو  بل فارغ شوی سرتیری بیا وايي:«موږ خلکو ته ډاډ ورکوو،چې د خلکو د عزت ساتنې لپاره راپورته شوي یو،تر اخري سلګۍ به د خلکو او اسلامي نظام ساتنه کوو.»

د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي د سرتیرو پر مسلکي روزنه ټینګار کوي او وايي، پر ډیورنډ فرضي کرښه او له ګاونډیو هېوادونو سره دې ټولو پولو کې ځای پر ځای شي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« سرتیري باید ټولو سرحدونو کې ځای پر ځای شي، له استادانو مو غوښتنه دا ده،چې ښې او ګټورې نظامي زده کړې ورکړي.»

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« راتلونکي کې دې نور سرتیري هم وروزل شي،تر څو هېواد کې امنیت ټینګ شي او له خلکو په ښه شان ساتنه وکړي.» 

په ټولییز ډول له روزنیزو مرکزونو سرتیري یوه یا دوه میاشتې زده کړې تر لاسه کوي، چې بسنه نه کوي خو د اسلامي امارت نظامي مسوولین وایي،په راتلونکي کې د دغو سرتیرو لپاره ګڼ روزنیز پروګرامونه په پام کې لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist