Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د یو شمېر ولایتونو ښارونو سقوط؛ له زندانونو سلګونه زندانیان تښتېدلي

admin by admin
2021/08/09

سرپل، جوزجان او کندز هغه ولایتونه دي چې طالبانو یې د ښارونو له سقوط سره سم زندانونه مات کړي او په سلګونه زندانیان یې خوشې کړي دي. 

په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې طالبانو پر بېلابېلو جرمونو محکوم زندانیان ازاد کړي دي.

خو طالبان وايي٬ زندانیان دوی نه دي خوشي کړي، بلکي په ولایت د دوي له برید سره سم د پولیسو له خوا د زندانونو دروازې خلاصې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «کومو ښارونو ته،مخکې له دې چې موږ رسېږو،پولیسو مخکې تر مخکې زندانیانو ته دروازې خلاصي کړي او زندانیان تښتي او موږ نشو کولای، د جګړې پر وخت د زندانیانو تفکیک وکړو. د زندانیانو خلاصون زموږ له طرفه نه دی.»

کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو دغه ا دعا ردوي او زیاتوي، طالبان له جرمي شبکو سره کډ مشترکات لري او غواړي زندانیان خوشي کړي او د جګړې ډګر کې ترې کار واخلي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي د زندانونو ماتول او د سلګونه زندانیانو خوشې کول د هېواد امنیتي وضعیت لپاره له روانې جګړې هم ګواښوونکي بولي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نذیر خلیل وايي: «هغه زندانیان چي د جګړې پر مهال له زندانونو تښتي، په دې کي قاتلین، د نشه یي توکو قاچاقچیان به هم وي چي وروسته به  بیا هم خپلو پخوانیو جرمونو لاس پوري کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چي د بېلابېلو ولایتونو په مرکزونو د طالبانو له برېدونو وروسته سلګونه زندانیان چي په بېلابېلو جرمونو کې لاس لري تښتي، بلکې له دې وړاندې هم یو شمېر لوی او واړه زندانونه مات شوي، خو یو لوری یې هم مسوولیت نه مني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist