Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/08

د ملګرو ملتونو پراختیايي پرواګرام(یو.اېن.ډي.پي) د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال معیشتي یا ټولنیز- اقتصادي وضعیت ته په کتنه کې د اکثریت افغانانو معیشتي ژوند له ننګونو سره مخامخ بللی.

په دې تړاو خپور شوې راپور کې که څه هم د امنیت ټینګښت، نشه ‌یي توکو سره مبارزې، د عوایدو راټولونې او ګڼو نورو برخو کې د سرپرست حکومت هڅې او لاسته راوړنې ستایل شوې دي، خو ترڅنګ يې ویل شوي چې دا مهال ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي رییس سټېفن رودریګز وايي، ۹۰ سلنه کورنۍ له اقتصادي منفي ټکان او ضربې سره مخ دي، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په بې ساري ډول کم شوی او د کورنیو سرانه عاید هم را لوېدلی دی.

رودریګز زیاته کړې: « په راپور کې نوي ذکر شوي معلومات د معیشتي امنیت شاخص له اړخه د هغو پام وړ ننګونو د موجودیت زېګنال راکوي چې افغانستان ورسره مخ دی. زموږ معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴زېږدیز کال کې ۷۵ سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ وو. دا کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په دې مانا ده چې د افغانستان ۷۵سلنه وګړي معیشتي امنیت نه لري او نه شي کولی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

په دې ناسته کې د یوناما سیاسي مرستیاله په اقتصادي او د ژوند په معیشتي برخو کې د افغانانو د ملاتړ په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي، د افغانستان په ښځو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان سم نیمايي اقتصادي ظرفیت اغېزمن کړی.

جورجیت ګانیون له سرپرست حکومت غوښتي چې د افغانانو او په تېره بیا د ښځو د اقتصادي ودې، د هغوی ترمخ د پرتو ننګونو له منځه وړلو او د وړتیاوو لوړولو په موخه يې ټول اړین ګامونه پورته کړي.

ګانیون وړاندې ویلي: « یوناما، یو. اېن. ډي. پي او د ملګرو ملتونو نورې اړوند ادارې له خپلو اصولو سره سم د سیمې په ګډون له ټولو هېوادونو، سرپرست حکومت، خصوصي سکټور، مېرمنو او سړیو او تخنیکي متخصصانو سره ناسته کوي، ترڅو د پراخې کړنلارې او عملي سیاسي او اقتصادي اقداماتو په ترسره کولو سره د افغانستان خصوصي، مالي او بانکي سکټورونو ته وده ورکړي، ترڅو ګټه یې ټولو افغانانو ته ورسېږي.»

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره هم د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د دې هېواد د نیمايي نفوس له وړتیاوو ګټه نه اخیستلو پالیسي د تعجب وړ ګڼي.

ورونیکا بوسکوویچ وايي، اروپايي ټولنه که څه هم په افغانستان کې پانګونې ته لېواله ده خو په خبره یې په داسې یوه هېواد کې پانګونې ته زړه نه شي ښه کولی چې د ناخالص تولید له ۵۰ سلنې زیان سره مخ وي.

هغې زیاته کړې:« هغه څه چې زموږ لپاره اړینه ده دا دي چې ځینې پالیسۍ موږ دې ته اړ باسي چې دلته پاتې شو او خپلو کارونو ته دوام ورکړو او پانګونه وکړو. خو دلته ځینې نورې پالیسۍ موږ ته له باور او تصوره بیخي لرې دي؛ دا چې څنګه د یوه هېواد حکومت د خپل نیمايي انساني پانګې له وړتیاوو ګټه نه اخلي. د دې ترڅنګ د ۹۲۰ میلیونو اقتصادي زیان د تعجب وړ خبره ده، دا کچه د افغانستان له ۵۰ سلنې زیات ناخالص تولید یا جي.ډي.پي جوړوي. نو اروپايي ټولنه د یوه پانګوال په توګه ډېره ستونزمنه ده چې په داسې یوه هېواد کې پانګونه وکړي چې ۹۲۰ میلیونه د خپل ناخالص تولید زیان سره مخ وي.»

همدارنګه په کابل کې د جاپان شارژدافیر له افغانانو سره د خپل هېواد د دوامداره مرستو ډاډ ورکوي او د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې پروسې د ناستو ملاتړ کوي.

میکیو ایزاوا وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه راپور د هغو اړمنو افغانانو د ټولنیز او اقتصادي ژوند داسې حالت بیانوي چې په اوسنیو شرایطو کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دي.

په کابل کې د جاپان شارژدافیر دغه راز ویلي: « د جاپان حکومت د دې راپور هرکلی کوي چې د افغانستان ننګوونکی حالت بیانوي. بېوزلۍ او اساسي توکو ته د افغانانو مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو کچې پر ځینو وړو اقتصادي لاسته راوړنو او پرمختګونو سیوری غوړلی. دا یوازې احصایې او ارقام نه دي بلکې دا د هغو کورنیو وضعیت ورښيي چې د خوړو او درملو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.»

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانانو د اقتصادي وضعیت د بدلون لپاره نړیوالې بشري مرستې کافي نه بولي او د نړۍ پر داسې هدفمندو اقداماتو ټینګار لري چې ورسره په دوامداره توګه اقتصادي او ټولنیزو ننګونو ته حللارې وموندل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist