Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یوناما مشرې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسوولینو کتلي

د یوناما مشرې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسوولینو کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزوا اتونبایوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسوولینو سره د اقلیمي بدون اړونده موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې کړې.

کتنه کې  د هېواد د چاپېریالي وضعیت او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې اړوند مسایلو ترڅنګ، د روانې نومبر میاشتې په ۱۱مه د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې د افغان لوري پراحتمالي ګډون هم بحث شوی.

ورته مهال، سره له دې چې افغان لوري د چاپېریال ساتنې موضوع بشري مساله بللې، ترڅنګ یې له نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د هراړخیزو همکاریو د دوام غوښتنه کړې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون څانګې مشر روح‌ الله امین وايي: « د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو د افغانستان د زیانمتوب په موضوع، دغه راز د افغانستان د ځنډول شویو پروژو د بېرته پيلولو، د اقلیمي بدلون نویو تأسیس شویو مکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او د اقلیمي بدلون په ۲۹ نړیوال کنفرانس کې د افغانستان ګډون په اړه چې ټاکل شوې د آزربایجان په باکو ښار کې جوړ شي، هر اړخیزې خبرې وشوې.»    

ټاکل شوې د دوامداره پرمختګ نړیوال انسټیټیوټ له خوا د باکو په نړیوال کنفرانس کې چې پنځه ورځې وروسته به پیل شي، ګډونوال د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو او د مخنیوي لپاره یې د معقولو حل لارو پر موندلو بحث وکړي.

د یوناما مشرې یاد کنفرانس مهم او ارزښتناک بللی او په کې یې د افغان لوري ګډون، په ورته نړیوالو غونډو کې د زمینه سازۍ په مانا بللی.

د دوامداره پرمختګ نړیوال انسټېټيوت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د کنفرانس ګډونوال به په ټولیز ډول پر ګډو موخو د خبرو اترو ترڅنګ د یوه هیله بښونکي، شفاف او د وړاندوینې وړ اقلیمي موخو د تعقیب له لارې، مخ پر ودې هېوادونو اړتیاوو ته د رسېدنې له لارې، د دې پدیدې د ناوړه اثراتو راکمولو، په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو او د زیانونو د کابو کولو پر څرنګوالي هم بحث وکړي.»

د اقلیمي چارو شنونکي افغانستان له دې درکه د نړۍ پر کچه د اغېزمنو هېوادونو د کتار سرلاری بولي او وايي، افغانستان د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو او آفتونو مقابل کې زیامنونکی هېواد دی او د دې ترڅنګ، د نورو له خوا تولید شویو ګلخانه یي ګازونو او د نړۍ د صنعتي کېدو بیه پرې کوي.

له همدې کبله دوی په نړیوالو اقلیمي کنفرانسونو کې ګډون د افغان لوري مسلم حق ګڼي ترڅو نړۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلونو له ناوړه اغېزو خبر کړي او روښانه کړي چې که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې ښکېل نه دی، خو تر ټولو ډېر زیان منونکی هېواد دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوه سید‌شاه ګهرپور وايي: « افغانستان د شدید ماتېدونکي ایکوسیسټم په لرلو سره، له طبیعي پېښو ډېر زیانګلی هېواد هم دی. همدارنګه د طبیعي پېښو پر وړاندې د تخنیکي مقاومت او سازګاري نه لرل هم سبب شوي چې افغانستان د نړۍ پر کچه له شدیدترینو زیانګالو هېوادونو په کتار کې وګڼل شي، حتا په شپږم کتار کې راځي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو شاخصونو او سروېګانو له مخې، افغانستان د نړۍ پر کچه په اقلیمي بدلون کې تر ټولو کمه ونډه لري؛ خو له دې درکه هغه زیانګالی هېواد دی چې د ۲۱ مې  پېړۍ له ټولو زیاتې ننګوونکې موضوع له درنو منفي اغېزو سره مخامخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist