Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یوناما مشره: افغانستان د اقلیمي بدلون له سختې څپې سره مخ دی

د یوناما مشره: افغانستان د اقلیمي بدلون له سختې څپې سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/26

د زرغون میراث د نیالګیو کېنولو کمپاین تر نامه لاندې د اقلیم او چاپیریال ساتنې په ناسته کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا افغانستان د اقلیمي بدلون له سختې څپې سره مخ وباله.

روزا اتونبایوا د اقلیمي بدلون ناوړه اغیزو د مخنیوي او کمښت یوه اصلي لار د نیالګیو او بوټو کېنول ګڼي  او په دې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.

هغې دغه راز په هېواد کې د ټولو هغو ادارو او سازمانونو هڅې وستایلې چې په وینا یې په دې برخه کې کار کوي.

هغې زیاته کړه:« افغانستان په ځانګړي د اقلیمي بدلون له یوې سختې څپې سره مخ دی. موږ نړیوال سازمانونه او نړیواله ټولنه نن ورځ دلته یوو، ترڅو ستاسو له هېواد سره په د ې برخه کې مرسته او همکاري وکړو.»

په ورته مهال د اروپایي ټولنې د دفتر چارسمبالې رافایلا ایودیس هم د چاپېریال ساتنې په ارزښت ټینګار وکړ.

رافایلا دغه راز وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې تر ټولو کمه ونډه لري؛ خو په وینا له دې ناوړه پدیدې تر نورو زیات اغیزمن شوی دی.

رافایلا زیاتوي:« د نړیوالې ټولنې په توګه موږ دا منو او دا باید ومنو، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازو په تولید کې  تر ټولو کم مسوولیت او ونډه لري؛ خو د دې خلاف د اقلیم بدلون تر ټولو ډېر اغیزمن هېواد دی.»

د دې ترڅنګ د کرنې او اوبو لګونې وزارت مرستیال بیا په داسې حال کې چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د چاپیریال ساتنې د دې وزارت په لاسته راوړنو غږیږي خو وايي، که نړۍ د اقلیمي بدلون مسالې ته جدي رسېدنه ونه کړي په راتلونکي کې به یې کابو کول ستونزمن وي.

بل پلو د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، غواړي په روان کال کې د کابل ښار په ۲۰ ناحیو کې ۲ میلیونه بېلابېل بوټې کېنوي چې په وینا یې تر دې دمه یې ۶۰۰ زره کېنولي.

د کابل ښاروالۍ زرغونتیا مشر عبدالوکیل متوکل وايي:« سږکال د ښاروال د حکم پر اساس، د معینانو د غوښتنې پر اساس، د ناحیو رئیسانو غوښتنې پر اساس دوه میلیونه  بېلابېل نیالګي، مثمر او غیر مثمر، بوټي  او ګلان د ښاروالۍ له تولېداتو ښار ته اماده دي، چې په هغې کې ۶۰۰ زره نیالګي موږ په ناحیو او مختلفو ځایونو کې کېنول.»

د اړیکو دفتر( ټي.ال.او) غیر دولتي سازمان په ۲۰۰۳ز کال کې رامنځته شوی، چې د پلازمېنې په ګډون په پکتیا، خوست، هرات او ننګرهار کې سیمه ییز دفترونه لري  او چاپېریال ساتنې، بوټو کېنولو او ورته برخو کې فعالیت کوي.

 د دې دفتر مسوولین وايي، تر دې دمه یې د هېواد په اتو ولایتونو کې۸ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist