Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/08

څو لسیزو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت، د کاري فرصتونو نه شته والي او يو لړ نور عواملو ميليونونه افغانان نورو هېوادونو ته په ګډه کولو او مهاجرت اړ کړې دي.

 دا مهال په نړۍ، سيمه او په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو کې مېشت افغانان د کوربه هېوادونو له لوري له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

همدغو ستونزو ته په پام، د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز(اېم.اېم.سي) د ایران او پاکستان په شمول، په ځینو نورو هېوادونو لکه ترکیې او تاجکستان کې هم د افغان کډوالو پر روان وضیعت اندېښنه څرګنده کړې او وايي، په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره پناه ځایونه کم شوي، ورسره دوښمني زیاته شوې او د ایستلو لړۍ یې چټکه شوې ده.

 د ګډ مهاجرت مرکز د یوه راپور په خپرولو سره وايي، له افغان کډوالو سره دغه کار ناسم دی.

د راپور یوه برخه:« له درېیو میاشتو راهیسې افغانان په ایران، ترکیې، تاجیکستان او پاکستان کې د نیولو او اخراج له جدي ګواښونو سره مخ شوي، یو شمېر یې د حکومتونو له لوري د تاوتریخوالي په پېښو کې  د شکمنې ښکلتیا په تور پېژندل شوي هم دي.»

په ورته مهال، ایران کې د کډوالو حقونو فعالان وايي، د تېر پرتله په دې وروستیو کې ایراني چارواکو پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او د بانکي حسابونو د تړولو سربېره يې پرې ماليه هم وضع کړې ده.

دوی له اسلامې امارت غواړي چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره دې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي:« بله خوا د ایران په ځینو سیمو کې هغه کډوال هم نیول کېږي چې په یاد هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري. له دې سره، د ایران دولت د مهاجرت په اړه نوي قوانین پاس کړي او ورسره د افغان کډوالو ستونزې لا زیاتې شوې دي. د زیات شمېر افغان کډوالو سیمکارټونه او بانکي حسابونه بند شوي. له بلې خوا، دوی غواړي په بهرنیو اتباعو باندې مالیات وضع کړي او دغه چاره په کرمان ښار کې عملا ً پیل شوې ده.»

بله خوا، پاکستان هم له تېرې يوې مياشتې راهیسې د دې هېواد په ځينو ښارونو کې د افغان کډوالو د نيونې لړۍ چټکه کړې ده.

په پاکستان کې مېشت فعالان وايي، پاکساني پولیس افغان کډوالو د قانونې اسنادو لرلو سربېره هم نيسي او ځوروي يې.

په پاکستان کې د کډوالو حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « دا مهال په ټول پاکستان او ځانګړې توګه پلازمېنه اسلام آباد کې خورا ډېر د اندېښنې وړ دی. د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه وضعیت نور هم ترینګلی کېږي. باید ووایم چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له اسلام آباد ډېری افغان کډوال نورو ولایتونو ته کډه شوي دي.»

که څه هم د ملګروملتونو اړوند د کډوالۍ ادارو او سرپرست حکومت چارواکو په کراتو د افغانان کډوالو له کوربه هېوادونو د جبرې ايستلو لړۍ د درېدو او دغه راز د نړيوالو بشري او انساني قوانيونو پر اساس د عمل کولو غوښتنې کړې، خو له دې سربېره بیا هم سيمې او ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پاليسۍ او چلن لا زيات سخت کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist