Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بحران نړیواله ډله: پراختیايي مرستې کولی شي افغانستان ځان بساینې ته نږدې کړي

د کړکېچ نړیواله ډله: داعش له سومالیا افغانستان کې خپلو جنګیالیو ته مرستې استولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

د کړکېچ نړیوالې ډلې راپور ورکړی چې په سومالیا کې مالي سرچینو ته د داعش پراخ لاس رسي په ټوله افریقا کې د دې ډلې ګواښونه زیات کړي او دغه مرستې په افغانستان کې هم د داعش تر خراسان ډلې پورې رسېدلې دي.

راپور کې ادعا شوې چې په سومالیا کې د داعش حضور د ټولې نړۍ لپاره ګواښ زیاتوالی شي.

د راپور له مخې، د سومالیا د بوساسو ښار په پوتن لنډ سیمه او شمال ختیځ کې د سرو زرو استخراج او کاروبار داعش ډلې ته پراخ مالي امکانات په لاس ورکړي.

د راپور په یوه برخه کې  د امریکا د موندنو له ‌مخې، هغه اټکل هم یاد شوی چې  له ۲۰۲۲ کال راهیسې په سومالیا کې داعش ډلې شاوخوا ۶ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. 

د راپور یوه برخه :« په سومالیا کې داعش د دې ډلې د یوې مهمې څانګې په توګه راڅرګند شوی. د داعش سومالیا څانګه د مالیاتو او کانونو له لارې ډېرې پیسې تر لاسه کوي او له دې لارې په افغانستان او افریقا کې د خپلو پلویانو مالي ملاتړ کوي.»

سرپرست حکومت د کړکېچ نړیوالې ډلې د دې راپور په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې په کراتو ویلي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې په کافي اندازه ځپل شوې او سر پورته کولو ته نه پرېښودل کېږي.

بله خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د نړۍ زبرځواکونه ظاهراً دغه ډله نړیوال ګواښ ګڼي خو په اصل کې همدا ډلې د نړیوالو قدرتونو د اهدافو لپاره رامنځته شوې دي.

دوی ټینګار کوي، افغان ولس او سرپرست حکومت باید له تېرو تجربو پند واخلي او د خپل هېواد د دایمي ثبات او امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

 د دوی په خبره، باید اجازه ورنه کړل شي چې د نړۍ استخبارات بیا له جنګ وتلي افغانستان کې خپل اهداف تعقیب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا د لویو نړیوالو مافیايي کړیو کار دی چې مختلفې ډلې جوړې کړ ي او د بل ځای ریفرنس ورکړي. ملګري ملتونه، د بشري حقونو ادارې او د بحران نړیوالې ډلې په څېر ادارې ټول د نړیوالو قدرتونو د اهدافو لپاره جوړ شوي. دغو ادارو او ډلو ته دنده ورکول کېږي چې د داعش ډلې یا نورو ډلو لپاره تبلیغات وکړي.»

ورته مهال، ځينې نور بیا پر یو شمېرهېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکه کوي چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره دې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ناسم انځور نه وړاندې کوي او د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ دې قضاوت وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه  خلیل احمد نادم وايي: « که امریکا ده که نور هېوادونه، بدبختانه له دغو ډلو سیاسي ګټه پورته کوي، ترڅو په افغانستان کې مداخله وکړي او پر واکمن حاکمیت فشار راوړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « د سیمې او نړۍ هېوادونه او نړیوال سازمانونه، د حکومتوالۍ په برخه کې د خپلو ستراتیژيکو اهدافو د تعقیب په موخه ځینې پیغامونه خپروي. که چېرې په واقعیت کې دغه موضوعات د هغوی لپاره ارزښت لري، د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې باید هم غږ پورته کړي چې افغانستان ته راځي او خلک وژني.»


د کرکېچ نړیواله ډله په خپل وروستي راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، په سومالیا کې له داعش سره مبارزه سخته او له خنډونو سره مخامخ بللې او وايي، په دې هېواد کې د شته ډلو ترمنځ خپلمنځي اختلافونو د داعش ډلې نفوذ زیات کړی او د جنګیالیو شمېر یې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist