Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د افغان کډوالو په اړه سروې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/07

د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوالې ادارې په هغو ۵۸۸ افغانانو،چې شااوخوا ۵۱۰ یې له ترکیې او پاتې ۷۸ یې له اروپايي هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي،یوه سروې ترسره کړې.

د یادې ادارې په سروې کې له کډوالو د کار، اقتصادي وضعیت او ټولنیز ژوند په هکله پوښتنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې:« موږ ته ترسره شوې سروې ښیې،چې له یادو راستانه شویو افغانانو یې ۴۵ سلنه بېکاره دي او ۴۰ سلنه هم ورځنی عاید د کورنۍ او یا خپل له آدرسه لاس ته راوړي. سروې زیاتوي،چې له یادې ډلې یې ۲۲ سلنه تائیدوي،چې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان یې پر کار بوخت دي،چې زیاته برخه یې کروندي تشکیلوي.»

د یادو افغانانو بېرته راستانه شويو ډلې یوازې ۵ سلنه سروې ته ویلي،چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې شخصي او دې ته ورته بیا ۷ سلنه تائیدوي،چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه شوی دی.

کډوالۍ نړیواله اداره زیاتوي:«د سروې ۴۷ سلنه ګډوانوال وایي،شخصي عاید نه لري او د کورنۍ نور غړي یې کار کوي. خو په ورته مهال ۱۷ سلنه کډونوال وايي،چې کورنی عاید لري.  د یادې سروې بله مهمه برخه ښیې،چې یوازې یو سلنه یې له اقتصادي وضعیته راضي دي.»

دغه راز د  کډوالۍ نړیواله اداره وايي، ۴۳ سلنه کډونوالو د بیو له لوړوالي شکایت درلود او په ورته وخت کې  ۴۷ سلنه بیا وایي،خواړه ورته نه پیدا کېږي، یا یې له نورو په پور اخلي او یا له بشري مرستو برخمن کېږي.

یادې ادارې زیاته کړې:«سروې د راستانه شویو افغانانو د بېرته تګ او پاتې کېدو په تړاو ښیې،چې ۵۹ سلنه دلته د پاتې کیدو لېوالتیا لري،خو ۳۷ سلنه بیا له هېواده د بېرته تګ غوښتونکي دي. همدا راز ۷۳ سلنه د دندو له نشتون کړېږي، ۱۶ سلنه یې پر کار بوخت دي او ۳۰ سلنه هم قرض داره تشکیلوي.»

دا په داسې حال کې ده،چې همدا مهال په نورو هېوادونو کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او له تېر یوه کال راهیسې زیات شمېر افغانان د سیمې او نړۍ په ځینو هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي.

راپورونه بیا کاږي،چې د ترکیې په ګډون،د ځينو هېوادونو له خوا هره میاشت افغان کډوال بېرته خپل خاروې ته استول کېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist