Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ نړیواله اداره: افغانستان کې روان حالت د اندېښنې وړ دی

admin by admin
2021/08/21

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالۍ ادارې استازې  شابیه منټو افغانستان کې په روان حالت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی،چې څوک دې بهر ته له تګ په زور نه راګرځول کېږي.

منټو زیاته کړه:« اوس چې د افغانستان وضیعت ګونګ دی،د ملګرو ملتونو کډوالۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي او غوښتنه کوي،چې خلکو ته له افغانستانه  د وتلو زمینه برابره شي او ټولو ملکیانو ته له کوم خنډ جوړلو پرته د سفر اجازه ورکړل شي.»

منټو وايي، افغانان تر بل هر وخت زموږ مرستو ته اړتیا لري، دوی د خوړو نه خوندېتوب او کوچنیانوکې خوارځواکي یې جدي ستونزه یاده کړې.

 هغې زیاته کړه،نیم نفوس له وړاندې بشري مرستوته اړتیا لرله، چې وروستي اړو دوړ دغه شمیر لا زیاتوي.

هغه زیاتوي:«د روان زېږدیز کال له پیله د څلور میلیونه زیاتو ښځو او د لسو میلیونو ماشومانو په ګډون د افغانستان نیم نفوس له وړاندې بشري مرستو ته اړتیا لري.  یو پر درېیمه برخه د خلکو خوړو نه خوندېتوب له ناورین سره مخ و. له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان بیا نیمایي له خوارځواکۍ کړېدل.»

د کډوالۍ نړیوالې ادارې له مرسته کوونکو غوښتي،چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي او د خلکو ژوند وژغوري.

منټو وايي:« موږ پر مرسته کوونکو غږ کوو،چې بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي. پر وخت سره مرسته رسول د خلکو ژوند ژغوري، کړاو کموي او د نورو بې ځایه کیدو مخه نیسي. افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یو اعشاریه دری میلیارده ډالرو ته اړتیا ده،چې د اړتیا وړ فنډ له منځه ۳۷ سلنه رسیدلې او اته سوه میلیونه ډالر کم دي.»

د کډوالۍ نړیوالې ادارې داسې مهال په زور له بهره د خلکو راګرځېدو مخنیوي غږ کړی،چې امریکا د پنج شنبې ناوخته  وویل، چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې دوه زره کسان خوندي ځای ته انتقال کړي.

له تیرو څو ورځو راهیسي ګڼ خلک د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ټول شوي دي،چې ډېری یې هېڅ اسناد نه لري، خو بهر ته د تلوهڅه کوي. دغه موده کې د اخ و ډب او له طیارې څخه د لویدو پیښه کې یو شمیر کسان مړه شوي او ګڼ ټپیان دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist