Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/09

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر الکساندر ډي کرو سره لیدلي.

د دوی ترمنځ غونډه کې دواړو  لورو په ګاونډیو هېوادونوکې د افغان کډوالو په موجوده حالت خبرې کړې او هغه یې د اندېښنې وړ بللی.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو  وزیر په خپلو خبرو کې افغانستان یو له هغو هېوادونو  یاد کړی چې د څو لسیزو جګړو او  تېریو له کبله د کډوالۍ دروند پېټی پر اوږو  وړي.

مولوي عبدالکبیر  وړاندې ویلي، افغانان د کډوالۍ پر مهال هم له بیوزلۍ خلاص نه شول او له اقتصادي ستونزو  سره لاس په ګریوان دي. 

مولوی عبدالکبیر  زیاته کړې: « افغانستان د څو لسیزو جګړو، بې ثباتیو، اشغالونو او طبیعي پېښو له امله د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کډوالۍ تر ټولو ستر بار یې پر اوږدو تحمیل شوی؛ لکونه افغانان لا هم په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د مهاجرینو په توګه ژوند کوي، له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.»          

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د کډوالولپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنر هم په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو  ستونزې او د هغو په زور ایستل د اندېښنې وړ بللي.

د دې وزارت د ویاند په خبره، عالي کمېشنر برهام صالح د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنر له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول د افغانانو ایستل او پر وړاندې یې ناسم چلن د اندېښنې وړ وباله او وویل چې د افغان مهاجرینو د ستونزې حل او په باعزته توګه ستنېدلو لپاره درې اړخیزو، څلور اړخیزو ناستو ته اړتیا ده. برهام د خپلو خبرو په پای کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او د کډوالو راستنېدلو د مدیریت په برخه کې یې د کډوالو چارو وزارت هڅې اغېزناکې وبللې.»

حقاني دغه راز وايي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د کډوالو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې دوی له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره په خپلې ژمنی ولاړ دي.

د هغه په وینا، برهام صالح په افغانستان کې موجوده امنیت او د نشه یي توکو پر خلاف د اسلامي امارت مبارزه وستایله او  د خپل سفر هدف یې د راستنو شویو کډوالو د حالت  او  د دوی له خوا د پیل شویو پروژو د پلي کولو ارزول او د اسلامي امارت له چاروکو سره لیده کاته یاد کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر بیا د دواړو مشرانو سفر مهم او ګټور بللی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه په اوسني ناوړه اقتصادي حالت کې افغانانو ته د پام وړ خدمات وړاندې کوي.

مولوي کبیر دا هم ویلي چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي او اړتیا ده چې ملګري ملتونه د دغو مرستو لمن پراخه کړي.

خو اقتصادي شنونکي بیا دا باور څرګندوي چې د کډوالو د بنسټیزو اړتیاو پوره کول او دوی ته د کاري زمینې برابرول کولی موجوده ستونزې حل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « اکثریت هغه مهاجرین چې په دې وروستیو کلونو کې یې له هېواد څخه مهاجرت کړی، اقتصادي مهاجرین دي او د کار نه شتوالي له امله مجبور شوي چې له هېواد څخه مهاجرت وکړي. اوس چې ایران او پاکستان دغه مهاجرین په زور له خپلو هېوادونو شړي، بېله شکه چې پر افغانستان او حکومت یې دروند اقتصادي فشار واردولی شي. که دغه کډوال له هرې لارې را وګرځول شي، له هماغه لارې بېرته ځي. یوازینۍ لاره چې د دې ډول مهاجرتونو مخه نیسي، د هېواد په داخل کې کارموندنه ده.»   

له دې مخکې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېشنر او د دې سازمان د پراختیايي ادارې مشر د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره لیدلي وو.

دوی له مولوي عبدالسلام حنفي سره په خبرو کې هم په غیر مستقیم ډول په ایران او پاکستان انتقادونه وکړل او د افغان کډوالو جبري ایستل یې د نړیوالو قوانینو په خلاف عمل وباله.

مولوي عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې ویلي چې له کله راهیسې چې اسلامي امارت بیاځل واک ته رسیدلی،  شاوخوا  اته میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

حنفي هم په خپلو خبرو کې د کډوالو د ستونزو هواري لپاره د زېربنايي پروژو پلي کولو  او د کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کړې، ترڅو دوی بیا کډوالۍ ته اړ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist